سیاست

محمد حنيف اتمر: افغانستان د امنيت او سولې په تامينولوکې د ټولو هېوادونو همکاري ته اړتيا لري

کابل-باختر د کب دمياشتې ٢٥
د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر نن په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت له لوى سفير محمد رضا بهرامي سره وکتل.
د ملي امنيت د شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړيکو، په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او له افغانستان سره د ايران د اقتصادي همکاريو په باب خبرې شوې.
د ملي امنيت سلاکار څرګنده کړه چې افغانستان د ايران له اسلامي جمهوريت سره د اړيکو په پراختيا ژمن دى .
ده د ايران د اقتصادي همکاريو دوام، د افغانستان مهم اړتيا وبلله.
د ملي امنيت سلاکار زياته کړه: په چابهار بندرکې د افغان پانګه والو پانګونې او له دغه بندر څخه تر هرات پورې د اوسپنې د پټلۍ پراختيا په باب د لومړنيو خبرو په پيل به د دواړو هېوادونو په اقتصادي اړيکو مثبته اغيزه وکړي.
دغه راز د ملي امنيت سلاکار د تروريزم د سيمه ييزو ګواښونو شنډول د ګاونډيو او د سيمې د هېوادونو د ګډو هلوځلو اړتيا وبلله او زياته يې کړه چې د افغانستان دولت د سولې د ټينګښت او د امنيت د تامينولو په لاره کې د ايران په ګډون دټولو ګاونډيو او د سيمې د هېوادونو همکاري ته اړتيا لري.
وروسته په کابل کې د ايران سفير بهرامي وويل چې هېواد يې له افغانستان سره د اړيکو په پراختيا باور لري او په اقتصادي برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي .
د ايران سفير په چابهار بندرکې د پانګونې د وارداتو او صادراتو لپاره د موجودو فرصتونو يادونه وکړه او له دغه بندر څخه تر هرات پورې د اوسپنې پټلۍ د غځولو په باب د خبرو پيل يې يو اغيزمن ګام وباله .
د ايران سفير دغه راز وويل: د افغانستان سوله د ټولو هېوادونو په ګته ده او د ايران اسلامي جمهوريت په دې کارکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د حکومت د پاليسو او لومړيتوبونو ملاتړکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته