کابل باختر د چنګاښ ١٨مه :
دافغانستان دخبريالانو دملاتړ دصندوق رييس محمد اصف وردګ نن په يوه خبري غونډه کې ددغه بنسټ پنځه کلن کارونه بيان کړل .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې خبري غونډه کې چې دخبريالانو دمالي ملاتړ دصندوق ددارالانشا رييسې ماري نبرد ايين ، دپلټنې رييس ممتاز حيدري ، دپلټنې غړې رخشانه علوي، دمشرتابه هيئت غړي بشير عاطف او دصندوق وياند هيلى اعظم هم حاضر و ، دخبريالانو دمالي ملاتړ دصندوق رييس ددغه بنسټ دپنځه کلنو کارونو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل : دغه صندوق پنځه کاله مخکې جوړ شوى دى او دطرز العمل له مخې له بېلابېلو بنسټونو څخه درهبرى هيئت يوولس تنه غړي لري .
هغه زياته کړه چې دخبريالانو دمالي ملاتړ صندوق دجوړېدو له وخت څخه تراوسه پورې دهېواد دجمهور رييس له خوا دپنځو مليونو افغانيو مرستې په ګډون او ددولت او ديوشمېر نوروشخصيتونو دمرستې په ګډون شپاړلس مليونه دوه سوه څلوردېرش زره پنځه سوه افغانۍ دصندوق په حساب کې راټولې کړي دي .
وردګ وويل: له دې جملې څخه اوس په صندوق کې ديارلس مليونه افغانۍ شته او نوريې دناروغي او داړتياوړ سندونو په وړاندې کولو سره په مستحقو خبريالانودپنځو کلونو په بهير کې ويشلې دي .
دغه راز دخبريالانو دمالي ملاتړ دصندوق مشرتابه هيئت دخبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل .
په پاى کې دکابل او بلخ دولايتونو په دوو خبريالانو دصندوق نغدي مرستې ددغه بنسټ دمسوولينو وويشل .
ختم_ ج _ اکرم
2 1 دقیقه لوستل