محمد اشرف غنی د اروپایې ټولنې له  ځانګړي استازي سره وکتل

کابل/ د غبرګولي١۳مه/ باختر

جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسون سره په ارګ کې وکتل.

د دغې کتنې په پیل کې توماس نیکلاسون د خپل ماموریت پر پیلېدو خوښي وښوده او د افغانستان نظام او خلکو سره یې په بېلابېلو له هغې جملې د سولې پروسې، اقتصادي او انکشافي برنامو په برخو کې د اروپايي ټولنې د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

جمهوررئیس غني توماس نیکلاسون ته د ښه راغلاست پر مهال د افغانستان اړوند مسایلو په هکله د اروپایي ټولنې د اصولي دریځ مننه وکړه وې ویل، موږ ګډ ارزښتونه لرو او د ښځو حقونو د ملاتړ، د تېرو دوو لسېزو لاسته راوړنو د خوندیتوب او د بشري حقونو د ساتنې په څېر موضوعاتو موږ ترپخوا زیات سره پېوند کړي یوو.

د یادې کتنې په پای کې جمهوررئیس او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د سولې پروسې او په دې اړه د راتلونکو ګامونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته