سیاست

محمد اشرف غني : په افغانستان کې جګړه کورنۍ جګړه نه ده .

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني په المان کې دمونيخ په دوه پنځوسم امنيتي کنفرانس کې د ډار اچونې پرخلاف  دجګړې بيلابيل  اړخونه تحليل کړل او ويې ويل چې په افغانستان کې جګړه يوه کورنۍ جګړه نه ده .
دباختراژانس مبصر ليکي : جمهور رييس محمد اشرف غني په دې وينا کې دافغانستان ، سيمې او نړۍ داوسني حالت په تحليلولو سره طرحه کړه چې نړۍ لاتراوسه پورې په دې نه ده بريالۍ شوې چې ددغې پديدې  ( ډار اچونې )  په تعريف  او پيژندنه او له هغې سره دچلند لپاره دعمل ديو پروګرام په جوړولو کې موافقې ته ورسيږي .
جمهور رييس دخپلې وينا په دوام وويل چې په افغانستان کې جګړه يوه کورنۍ جګړه نه ده بلکې ناامني اومشکلات دچين ، روسيې  او منځنۍ اسيا دهېوادونو او په تيره بيا دپاکستان په ګډون دسيمې له نورو هېوادونو څخه واردې شوې دي .
  که چيرې دجمهور رييس څرګندونو ته دقت وشي دټولو ستونزو دغوټې سره په  رښتينې توګه په نړۍ کې د ډار اچونې په نه پيژندنه کې دى .
ځينې ډار اچوونکي له وسيلې څخه کار اخلي او يوشمير هېوادونه له دغې  پديدې  څخه په نيابتي جګړه کې کار اخلي که چيرې نړۍ ډار اچونې ته دبشريت ددښمن په توګه کتلې واى هغوى دټولو مدني او دموکراسې دارزښتونومخالف تعريف کولى نن ورځ نړۍ له دغې ستونزوې سره نه مخامخ کيده .
ددغې پديدې  په وړاندې ددوه ګونو سياستونو  غوره کول ددې سبب  شوي دي چې نړۍ اوسيمه د ډار اچونې له بحران سره مخامخې شي .
په هر صورت افغانستان له نورو هېوادونو څخه زيات د ډار اچونې پرخلاف  جګړه کې  زيانمن شوى دى ځينې کسان په کمزوري منطق سره دافغانستان جګړه يوه کورنۍ جګړه بولي اوپه دې بې پروايي   سره قضاوت کوي.
په همدې دليل دى چې دهېواد جمهور رييس  طرحه کړه چې دافغانستان جګړه يوه کورنۍ جګړه نه ده بلکې ناامني او نورې ستونزې دچين او روسيې او په تيره بيا دپاکستان په ګډون دسيمې له نورو هېوادونو څخه وارد شوي دي .
په لنډ بيان سره کولاى شو  ووايو چې جمهور رييس په دې وينا کې ددغې جګړې پيچلي اړخونه په دانګ پيلي ډول څرګند کړ خو اوس دسيمې او نړۍ په هېوادونو پورې اړه لري چې فکر وکړي دسيمې ګټې  په څه کې نغښتې دي . له ډار چونې څخه دوسيلې په توګه او په لنډ مهاله استفاده کې اويا په سيمه کې دسولې دټينګښت او دډار اچونې دله منځه وړلو لپاره هڅو کې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته