سیاست

محمد اشرف غني : القاعده دلته ستاسو کورونه ويجاړيږي .

 داعش : دلته تاسې پوپناه کيږئ . 

کابل باختر د کب  اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني دمارشال محمد قسيم فهيم په پوځي پوهنتون پورې اړوند په ملي نظامي اکاډمۍ کې د ٥٤٩ تنو افسرانو داتمې دورې دفراغت په مراسمو کې وويل 🙁 القاعده )!  دلته ستاسو کورونه ويجاړيږي ، داعش ! دلته تاسې پوپناه کيږئ )
   دباختراژانس خبريال ليکي: دسولې دخبرو په نسبت دطالبانو له تندو څرګندونو او ددغې ډلې دملاتړو له خوا دجګړې او فتنې دسياست له غوره  کيدو وروسته داسې بريښې  چې ددغې ډلې په نسبت دهېواد دمشرتابه  دصبر کاسه ډکه شوې ده  او دهېواد مشرتوب يې دې ته اړ ايستلى دى چې ووايي دافغانستان دولت په هېواد کې دسولې دتامينولو غوښتوونکى دى ، خو هغه ډلې به وځپلې شي چې دجګړې دوام  غواړي .
جمهور رييس يوځل بيا دسولې تامينولو او دجګړې بندولو ته لومړيتوب ورکړ  اوله مخالفينو څخه يې وغوښتل چې له القاعده او له پخلا کيدونکو ډلو سره دې خپل حساب تصفيه کړي .
په همدې ترتيب جمهور رييس دامنيتي ځواکونو وروستيو برياليتوبونو ته په پاملرنې  سره وويل: القاعده ! دلته  ستاسو کورونه ويجاړيږي  .
داعش ! دلته تاسې پوپناه کيږئ .
دغه څرګندونې په يو ډول نه يو ډول جوتوي چې بايد په سيمه کې دپراختيا غوښتنې او له ډار اچوونکو څخه دوسيلې په توګه دکار اخستلو سياست پاى ته ورسول شي او دسولې خبرې دې له هغو کسانو سره چې غواړي دوام ومومي او له هغو کسانو سره چې په سرتمبګى سره جګړه غواړي ځپل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته