کابل باختر د لړم دولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني نن دافغانستان او چين ترمنځ دديپلوماتيکي اړيکو دټينګښت دشپتمې کاليزې دنمانځنې په مراسمو کې وويل چې افغانستان داسيا په يوه ستر اقتصادي مرکز او څلور لارې بدليږي .
دباختراژانس خبريال ليکي دسيمې په اقتصادي څلور لارې دافغانستان بدلون دسيمې دهيوادونو دصادقانه همکاريو غوښتنه کوي ډاراچونه يواځې دافغانستان دخلکو دښمن نه ده بلکې دټول بشريت دښمنه ده .
دسيمې هيوادونه يواځې هغه وخت کولاى شي په سيمه کې دهر راز ډار اچونې ټغر ټول کړي چې دسيمې په همکاريو زيات تمرکز وکړي .
د ډار اچونې په وړاندې له دوه ګوني سياست څخه تيښته دښمن ټول خلک له سيمې څخه د ډار اچوونې له منځه وړلو په لاره کې دهمکارۍ پياوړتيا ته متوجه کوي .
3 1 دقیقه لوستل