کابل /دلړم ٢٥مه / باختر :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارومعين محمد اجمل شاهپور ننګرهار ته په سفر کې دمشرقي دحوزې دځوانانوحالت وڅيړه .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دځوانانودچارو معين ددغه درې ورځني سفر په بهير کې په داسې حال کې چې دننګرهار والي شاه محمود مياخيل هم شتون درلود دننګرهار ،کونړ ، لغمان اودنورستان دځوانانو له يوشمېر استازو سره وکتل اودهغوى ستونزې اوغوښتنې يې واورېدې .
شاهپور د ځوانانو په يوموټي والي باندې ټينګار کړ او ويې ويل چې ددغه سفر اساسي موخه دځوانانود ستونزو څېړنه اودغوښتنو اوريدل او له يوبل او دهغوى له فرهنګ او دودونو سره دهېواد دولايتونو دځوانانو بلدتيا ده
دځوانانو دچارو معين دغه راز زياته کړه چې بايد دهېواد ځوانانو ته مثبته انګيزه ورکړى شي چې له يوبل سره زياته بلدتيا پيداکړي .
دغه راز ددغه سفر په دويمه ورځ دځوانانودچارو معين دځوانانو اودحکومت دمسولانو دخبرو اترو او په فرهنګي اوادبي پروګرامونوکې چې په ننګرهار کې جوړ شول ګډون وکړ .
هغه زياته کړه چې په تېرو دوو لسيزو کې که چېرې له يوې خوا ځوانانو ته ښه علمي اوفرهنګي فرصتونه برابر شوي دي ، له بلې خوا دافراطيت له ګواښ سره مخ دي او له بې وزلي اووزکارتيا څخه سرټکوي
په دې پروګرام کې دننګرهار والي په خپلو خبرو کې په ښې حکومتوالى باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې نه يواځې دحکومت دنده ده بلکې دهر افغان په تېره بيا دځوانانو دنده ده چې په افغانستان کې دښه نظام دټيګښت په مقصد له حکومت سره همکار واوسي .
دځوانانو دچارو معين ننګرهار ته ددغه سفر په دريمه ورځ دمشرقي دحوزې د ځوانانو له استازو سره په غونډه کې دځوانانودستونزو يواځنى عامل بهرني تپل شوي جګړه وبلله اودسولې په تامينولو کې يې دځوانانو رول مهم وباله
محمد اجمل شاهپور څرګنده کړه چې ددغو ځوانانو له نظريو څخه دځوانانو په ملي ستراتيژۍ کې ګټه اخستل کېږي اودمشرقي دځوانانو لپاره يې دځوانانودچارو دمعيتيت دپروګرامونو او پاملرنې ډاډ ورکړ .
په همدې ترتيب دځوانانودچارو معين د ختيځ زون له يوشمېر ځوانانو سره دغازي امان الله خان اودخان عبدالغفارخان ارامګاو ته لاړ او دګلو ګېډى يې کېښودې .
ختم-ف _ اکرم