محمدکريم خليلي په روغتيايي خدمتونو دښځو ، نارينه و او ماشومانو په ګډون يوخيل اوبرابر دهيوادوالو دلاسبري تامينول ددولت اساسي لومړيتوبونه دي

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٩ :
په افغانستان کې  دماشومانو لپاره دفرانسي دطبي انستيتوت  دښځينه برخې دبنسټ ډبره د جمهوررييس دمرستيال محمدکريم خليلي ،دنړۍ داسماعيليانو دمشر والاحضرت شهزاده کريم آقاخان اودفرانسي دبهرنيو چارو  دوزير لوران فابيوس  له خوا کېښودل شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ .
په هغي  کتنه کې  چې له همدي امله  دکابل په علي اباد سيمه کې  جوړه شوي وه دجمهور رئيس  مرستيال محمدکريم خليلي  دنړۍ داسماعيليانو مشر شهزاده کريم آقاخان اودفرانسې  دبهرنيو چارو وزير ته دښه راغلاست  دويلو په ترڅ کې  يې څرگنده کړه  چې دټولنيز اواقتصادي عدالت په تامينولو  سربيره  دامنيت ټينګښت اوتامينول اوپه روغتيايي خدمتونو دښځو ، نارينه و اوماشومانو په ګډون   دهيوادوالو  دبرابر اويو خيل  لاسبري  تامينول  ددولت له اساسي لومړيتوب دي.
ده وويل  دسمبالو اوپرمختللو روغتيايي مرکزونو  جوړول اوپراختيا په معياري روغتيايي خدمتونودښځودلاسبري دکچې دلوړوالې سبب کېږي اوپه افغانستان کې  ماشومانو ته دفرانسي  دطبي انستيتوت دښځو دبرخي  جوړول په هيواد کې  دخدمتونو دوړاندي کولو اودروغتيايي عدالت دتامينولو په لاره کې يو اوچت ګام بلل کېږي  .
د جمهوررييس مرستيال  هغه خدمتونه چې په افغانستان کې  ( دماشومانو لپاره  دفرانسې  دطبي انستيتوت )  له خوا وړاندې کېږي  ، ديادونې وړ وبلل  او دانستيتوت دښځينه برخې دبنسټ د ډبرې ايښودل يي  دهيواد دښځو  دروغتيا په لاره کې يو اساسي  اومثبت ګام وباله  او دافغانستان ددولت اوملت  په استازيتوب يې په دې برخه کې دفرانسي دخلکو اودآقاخان شبکې دهمکاريو له امله مننه   وکړه.
دجمهوررييس مرستيال هيله وکړه چې په افغانستان کې دماشومانو لپاره دفرانسي  دطبي انستيتوت  دښځو  دبرخې دبنسټ دډبري  په ايښودلو سره  ، دغه روغتيايي مرکز وکولاي شي  ښځو ته دمعياري روغتيايي خدمتونو  په برابرولو  او هغوى ته دروغتيايي مصوونيت اولاسبري په زياتوالې سربيره  زياتره هغه ناروغان چې  ددرملنې لپاره  ګاونډيو هيوادونو ته ځي او زيات لګښتونه ورباندې تپل  کېږي   دغه بهير هم کم کړي.
وروسته  دنړۍ داسماعيليانو مشر شهزاده کريم اقاخان  په هيواد کې دروغتيايي خدمتونو دوړاندي کولو اودروغتيايي مرکزونو دجوړولو په باب دآقاخان له شبکې سره دفرانسې دطبي انستيتوت دهمکاريو په باب څرگندونې وکړي او زياته يې کړه چې دماشومانو لپاره دفرانسې دطبي انستيتوت  دښځو  څانګه دافغانستان  اودفرانسې ددولتونو ، دآقاخان شبکې اوديوي بلې انجيو په مرسته جوړيږي .
ددغه روغتيايي مرکز دجوړولو لګښت  څه دپاسه  اوولس مليونو ډالرو ته رسيږي  چې  دفرانسې  ددولت اودآقاخان شبکې په مرسته تمويليږي.
ده دغه راز وويل دآقاخان شبکه ژمن ده چې په افغانستان کې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې په کېفيت سره دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو ، دخلکو بيلابيلو قشرونو ته دروغتيايي خدمتونو دوړاندي کولو او داسانتياو ، دورځي دتکنالوجي  او هغو روغتيايي مرکزونو ته چې  په افغانستان کې  دآقاخان دشبکې ترپوښښ لاندې فعال دي  دطبي زده کړو په شان لومړيتوبونه برابرکړي .
دنړۍ داسماعيليانو دمشر دڅرگندونوله مخې په افغانستان کې دماشومانو لپاره  دفرانسې په طبي انستيتوت کې  هغه ناروغان چې مالي توان نلري ددغه مرکز له خيريه مرستو څخه هم ګټه اخلي .
ده دغه راز وويل  چې دماشومانو لپاره دفرانسي دطبي انستيتوت دښځو څانګه ، نه يوازي په افغانستان کې بلکې کولاي شي  دسيمي يوشمير هيوادونه دروغتيايي خدمتونو  ترپوښښ لاندې  ونيسو.
په پاى کې دفرانسي دبهرنيو چارو وزير لوران  فابيوس په دې غونډه کې  خبري کړي او ويي ويل چې په دې روغتيايي مرکز کې دموظف ټيم په مرسته اوهمکاري هلې ځلې کېږي چې روغتيايي خدمتونه په مدرن  اومعياري ډول وړاندې شي .
ده په دې مرکز کې دروغتيايي خدمتونو دکېفيت په اغيزمنتوب باندې دټينګارپه ترڅ کې دداخلي  کادرونو مرسته اوهمکاري ګټوره او اغيزمنه وبلله.
دفرانسې دبهرنيو چارو وزير  ددغه هيواد دمرستو اوهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې  په افغانستان کې  دنړيوالې ټولنې دمرستو دماهيت په بدلون سره به له  ٢٠١٤ کال وروسته دفرانسې خلک دپخوا په شان دافغانستان دخلکو ترڅنګ پاتي شي .  
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته