سیاست

محمدکريم خليلي د نظامي ملي اکاډمى د سلګونوتنو افسرانو دفراعت په مراسمو کې ګډون وکړ

کابل  باختر دکب  اته ويشتمه :
د جمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي په کابل کې د نظامي ملي اکاډمى د سلګونو تنوافسرانو دشپږمې دورې د فراغت په مراسموکې ګډون وکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په هغې غونډه کې چې له همدې امله په نظامي ملي اکاډمى کې جوړه شوې وه؛ دملي دفاع او دکورنيو چارو وزيرانو، جګپوړو دولتي مقاماتو، په ملي شورا کې دخلکو استازو، د ځينو دوستو هيوادونو سفيرانو، د بهرنيو ځواکونونظامي چارواکو او د هيواد د امنيتي ارګانونو يو شمېر جنرالانو او جګپوړو افسرانو ګډون کړى و. دجمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي د جمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم د مړينې په خاطر د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ د مراتبو د څرګندونوپه ترڅ کې د کونړ ولايت په غازي آبادکي دملي اردو د سرتيرو د شهادت او د فارياب ولايت ديو شمېر اوسيدونکو دشهادت له امله چې پرون په يو ځانمرګى بريدکې ووژل شول؛ د ډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړل او د دولت د مشرتابه هيئت په استازيتوب يې له نظامي ملي اکاډمى څخه د څه دپاسه پنځه سوه تنو افسرانو  دشپږمې دورې فراغت اوهم د دفاع دملي پوهنتون د نومولو له امله چې په دې وروستيو وختوکې د وزيرانو شورا له خوا د مارشال محمدقسيم فهيم په نامه  ونومول شو؛ مبارکي وويله.
دجمهور رييس مرستيال د امنيتي ځواکونوپه تېره بيا د ملي اردو د سرتيرو سرښندنوته په اشارې سره څرګنده کړه چې د هيواد امنيتي ځواکونه دځواکمنۍ هغه پړاوته رسيدلي دي چې په زروړتيا سره د هيواد د ځمکنۍ بپشړتيا او خپلواکي دفاع وکړي.
ده د هيواد دامنيتي ځواکونو د پياوړتيا، سمبالولو او روزنې په کارکې د نړيوالې ټولنې د همکاريو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې د افغانستان خلک قدر پيژندونکي خلک دي اودخپلو نړيوالو همکارانو همکاري به هيڅکله هيره نه کړي.
دجمهور رييس مررستيال د امنيتي مسووليتونو ليږدونه په ځان د ډډې لګولو په لاره کې يو مهم ګام وباله او ويې ويل چې د نړيوالې ټولنې همکاري به د بدلون په لسيزه کې په بل چلند سره هماغه شان دوام ومومي.
ده د افغانستان له نړيوالو همکارانوڅخه وغوښتل چې له خپلو ځواکونو څخه پاتې شوي امکانات او تجهيزات افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري او له دې لارې دې د دغو ځواکونو له پياوړتيا اوسمبالولو سره مرسته وکړي.
ده د امنيتي ادارو د مسوولينوپه جدي پاملرنې باندې په ټينګار سره څرګنده کړه چې د افغانستان دولت په ټول توان سره د هيواد د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا، سمبالولو او روزنې په لاره کې هڅه اوهاند وکړي.
دجمهور رييس مرستيال د هيواد د ځمکنۍ بشپړتيا او سياسي خپلواکۍ په ملاتړ اوساتنه کې له هر راز چلنج سره د مقابلې لپاره دهيوادپالنې، د اعتقادي باورونو د پياوړتيا او د هغوى د استعدادونو په ودې باندې د ډډې لګولو ترسيورى لاندې د امنيتي ځواکونوپياوړتيا، سمبالول او روزنه لا زياته امکان منونکي وبلله او دافغانستان خلکو دجهاد او مقاومت يې په دې برخه کې ښې بيلګې وبللې .
دغه راز د ملي د فاع وزير بسم الله محمدي  هم دهيواد دامنيتي ځواکونو د پياوړتيا او سمبالولو په لاره کې د افغانستان د دولت د پاملرنې او د نړيوالې ټولنې د همکاري له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې دامنيتي ځواکونو په تېره بيا د ملي اردو د سرتيرو پياوړتيا اوسمبالولو يو اساسي لومړيتوب دى.
بسم الله محمدي وويل چې د هيواد امنيتي ځواکونه ژمن دي چې د دوو مهمو ملي موضوعګانوپه توګه د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې او د انتخاباتو د امنيت د تامينولوپه لاره کې مناسب شرايط برابرکړي.
دکورنيو چارو وزيرمحمدعمر داوودزي هم دې ته په اشارې سره چې امنيتي ځواکونه له زياتو چلنجونو سره مخامخ دي؛ د هيواد د دريو امنيتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ اوهمکارۍ د پياوړتيا خبر ورکړ او ويې ويل چې دغه همغږۍ د هيواد د امنيتي ځواکونو د دندو په ترسره کولوکې له بل هر وخت څخه زياتې ګتورې او اغيزمنې دي .
ده د ٢٠١٤ کال پاى د افغانستان له دولت سره د نړيوالې ټولنې د همکارۍ يوبل پړاو وباله او د هيواد امنيتي ځواکونو ته له نړيوالو ځواکونو څخه د پاتې شويو تجهيزاتو او امکاناتو په ليږدونې باندې يې ټينګار وکړ.
په دې غونډه کې يو شمېر نورو امنيتي مقاماتو او په ملي شورا کې د خلکو استازو هم خبرې وکړې او د غونډې په پاى کې د دغې نظامي ملي اکاډمى په دې دوره کې د يو شمېر فارغ شويو ممتازو افسرانو د فراغت سندونه هم د جمهور رييس د مرستيال له خوا وويشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته