کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
دپکتيا والي او په ملي شورا کې د دغه ولايت دخلکو يو شمېر استازو نن له غرمې مخکې دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د پکتيکا ولايت يو شمېر مشرانو او مخورو هم ګډون کړى وو؛ دکتنې برخه والو ددغه ولايت د اوسيدونکو د سيمه ييزو ستونزو په باب دجمهور رييس مرستيال ته معلومات ورکړل او دپکتيکا دخلکو د ستونزو دڅيړنې په لاره کې يې د دولت او د اړوندو ادارو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
دپکتيکا د والي دڅرګندونو له مخې: په دغه ولايت کې وروستي سيلاوونه د دې سبب شوي دي چې د پکتيکا ولايت په بېلابېلو برخوکې د شپږو ولسواليو اوسيدونکي زيانمن شوي او له زياتو ستونزو سره مخامخ شول.
ده وويل چې د دغو سيلاوونو له امله کابو درې زرو پنځو سوه کورنۍ زيانمن شوې دي او خپلې څاروي يې هم له لاسه ورکړي دي.
په ملي شوراکې د پکتيکا د خلکو استازو څرګنده کړه چې په دغه ولايت کې د امنيتي ستونزو له امله د وازيخوا وړممى او تروى د ولسواليو مواصلاتي لارې له څه ناڅه څلورو کلونو راپه دې خوا تړلې دي او ددغو ولسواليو اوسيدونکي له زياتو ستونزو سره مخامخ دي.
دکتنې د برخه والو دڅرګندونو له مخې: د دغو ولسواليو اوسيدونکي د پوهنې، د څښاک د اوبو په تيره بيا د روغتيايي خدمتونو د نشتوالي په برخوکې له زياتو ستونزو سره مخامخ دي.
دپکتيکا والي او په ملي شورا کې ددغه ولايت دخلکو استازو امنيتي ستونزې، په نا امنو سيموکې د سيمه ييزو پوليسو د ځواکونو کمښت او د پوليسو د ځواکونو دتجهيزاتو لږوالى په دغه ولايت کې له نورو ستونزو څخه وبلل .
وروسته دجمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي دپکتيکا له والي او په ملي شوراکې ددغه ولايت دخلکو له استازو څخه چې ددغه ولايت دخلکو دستونزو دحل کولو په لاره کې هلې ځلې کوي؛ قدرداني څرګنده کړه.
دجمهور رييس مرستيال دپکتيکا ولايت د شپږو ولسواليو د ستونزو په باب چې د وروستيو سيلاوونو له امله زيانمن شوې دي؛ دکتنې برخه والو ته ډاډ ورکړچې ډير ژر به ددغه ولايت دخلکو دستونزو دځواب ورکولو لپاره لازم اقدامات ترلاس لاندې ونيسي او په دې برخه کې به مسوولو اداروته لارښونه وکړي.
دجمهور رييس مرستيال د امنيت د تامينولو، د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا او سمبالولو او د دغه ولايت د يو شمېر ولسواليو د مواصلاتي لارو د پرانيستلو په لاره کې د پکتيکا ولايت دخلکو دستونزو دحل کولو او د دوى د غوښتنو په څيړنې دټينگار په ترڅ کې څرګنده کړه چې دپکتيا د مشرانو او خلکو پيغام د امنيت شورا ته ليږدوي او هلته به په دې باب تصميم وينول شي.
0 2 دقیقې لوستل