کابلباختردميزان٣
دعراق دپارلمان درييس سترسلا کارشيخ محمدنديم حاتمي نن له غرمې مخکې دجمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ : دعراق د پارلمان درييس سترسلاکار داسلام او سولې ترعنوان لاندې دعالمانو په نړيوال کنفرانس کې دګډون په مقصد چې په کابل کې جوړ شوى وو افغانستان ته سفرکړى دى .
په دې کتنه کې لومړى محمدنديم حاتمي افغانستان ته دخپل سفر له امله دخوښي په ترڅ کې دعراق دجمهور رييس دمرستيال او ددغه هيواد د نورو لوړرتبه مقاماتو احترامات يې دجمهور رييس مرستيال ته وړاندې کړل اوڅرګنده يې کړه چې دواړه هيوادونه افغانستان او عراق دمتقابلو اړيکواو د دوه اړخيزو همکاريو دپياوړتيا په لاره کې ښه ظرفيتونه لري .
ده ددواړو هيوادونوافغانستان اوعراق ترمنځ په بيلابيلو برخوکې ددوستانه اړيکو
او متقابلو همکاريو د پراختيا په لاره کې دعراق ددولت علاقمندي اعلام کړه .
وروسته دجمهوررييس مرستيال محمدکريم خليلي د عراق پارلمان درييس له ستر سلاکارسره دکتنې له امله د خوښي په ترڅ کې دغه هيواد يې دافغانستان دخلکو او دولت له ښودوستانو څخه وبلل .
د جمهور رييس مرستيال د دواړوهيوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکوپه پراختيا باندې دټينګار په ترڅ کې زيارت کوونکوته د زياتو آسانتياو درامنځته کولوپه لاره کې دعراق د دولت همکارۍ او افغان زيارت کوونکو ته دکابل_ عراق ترمنځ مستقيمې الوتنې ارزښتناکې وبللې او په دې برخه کې د دغه هيواد د دولت دهمکاريو غوښتنه و کړه .
دجمهوررييس مرستيال په کابل کې دعالمانو په نړيوال کنفرانس کې دشيخ محمد نديم حاتمي او دنورواسلامي هيوادونودګډون له ا مله دقدرداني په ترڅ کې هيله څرګنده کړه چې ډير ژر به په سيمه کې سوله اوثبات ټينګ شي .
0 1 دقیقه لوستل