سیاست

محمدکريم خليلي دانتخاباتو له خپلواک کميسيونونو څخه وغوښتل چې دانتخاباتو بهېر دې په بشپړ شفافيت سره پاى ته ورسوي.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دجمهوري رياست مرستيال محمد کريم خليلي دجمهوري رياست ددويم پړاو دانتخاباتو له پيل کيدو څخه  څو شيبې وروسته خپله رايه دحبيبيې ليسې درايو ورکولو په مرکز کې وکاروله .
دباخترآژانس  دخبريال دخبرله  مخې :
دجمهوري رياست مرستيال  محمد کريم خليلي درايو ورکولو په صندوق کې دخپلې رايې له کارولو وروسته   له خبريالانو سره په خبرو کې وويل  ،  خوښ يم چې دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتو کې چې په يوه ډيره ښه فضا کې ترسره کيږي ، ګډون کوم .
دجمهوري رياست مرستيال دهېواد له ټولو اوسيدونکو څخه وغوښتل چې درايې ورکولو مرکزونو ته لاړشي اوله کومې انديښنې  او ډار پرته خپله رايه دنظر وړ  نوماند په ګته وکاروي.
محمدکريم خليلي دغه راز  دانتخاباتو  له خپلواکو  کميسيونونو  څخه وغوښتل چې  دانتخاباتو دغه بهېردې په بشپړ شفافيت سره  پاى ته ورسوي  او هلې ځلې  وکړي چې   دهېواد دغه تاريخي بهېر له ستونزو سره مخامخ نه شي .
دجمهوري رياست مرستيال څرګنده کړه چې  دهېواد او خلکو ددښمنانو هيڅ راز هلې ځلې  نه شي کولاى  چې په هېواد کې دجمهوري رياست دانتخاباتو مخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته