سیاست

محمديونس قانوني د رايو په اتفاق دجمهوررييس دلومړي مرستيال په توګه وټاکل شو

کابل باختر د وري پنځمه :
محمد يونس قانوني د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي په شتون په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو د رايو په اتفاق د جمهور رييس د لومړي مرستيال په توګه وټاکل شو .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې د ولسي جرګې د رييس عبدالرووف ابراهيمي په مشرۍ جوړه شوه؛ لومړى د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس د جمهوري رياست د لومړي معاونيت نوماندمحمد يونس قانوني دملت استازو ته  معرفي کړ او ويې ويل: څرنګه چې ټول خبر ياست د هيواد په نازکو شيبوکې دمارشال محمد قسيم فهيم مړينې يوه ستره تشه رامنځته کړه چې د دغې تشې ډکول امکان نه لري. ټول په دې پوهيږو چې زموږ هيواد د سترې آزموينې په درشل کې دى.
د جمهوري رياست انتخابات چې د افغانستان په تاريخ کې به د لومړي ځل لپاره وي چې واک په سوله ئيز ډول له يو جمهور رييس څخه بل منتخب جمهور رييس ته  ليږدول کيږي.
کرزي دغه راز وويل: زه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې دغه کار به په شفاف او عادلانه ډول ترسره شي.
وروسته د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي، د جهاد او مقاومت د دورو او په بېلابېلو دولتي پستونوکې د قانوني د کړو وړو په باب خبرې وکړې.
وروسته دملت استازو په علني  ټولپوښتنه کې د رايو په اتفاق محمديونس قانوني د جمهور رييس دلومړي مرستيال په توګه وټاکه.
قانوني په خپلې ويناکې د جمهور رييس او د خلکو د استازو د باور له امله مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې له جمهور رييس حامدکرزي او د جمهوري رياست له دويم مرستيال محمدکريم خليلي سره به سپارل شوې دندې د ملت دکور په سلامشوره ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته