فرهنګ

محمديونس قانوني د بدخشان ولايت د فرهنګي او ټولنيزو بنسټونوله يوشمېرغړو سره وکتل

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٨ :
د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمديونس قانوني د بدخشان ولايت  د روښانفکرانو د فرهنګي او ټولنيز بنسټ له ګڼ شمېر غړو او د دغه ولايت د نورو مدني  بنسټونو له مسوولينوسره په کتنه کې، ځوانان په افغانستان کې  ډير رغنده
ټولنيز قشر وباله او هغوى يې د هېواد د نن او سبا د هيلو سبب وبلل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته د صدارت د ګلخانې په ماڼۍ کې وشوه  او په هغې کې په ملي شورا کې د بدخشان د خلکو استازي زلمي مجددي هم برخه لرله.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل: افغانستان يو داسې هېواد دى چې  په سلوکې  درې پنځوس وګړي يې ځوانان دي او له دې امله د هېواد په څه د پاسه نيمايي وګړو پانګونه کولاى شي زموږ د ګران هېواد لپاره له وياړ ډک زيرى له  ځان سره ولري.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل چې د تاسو ځوانانو وياړلې مفکورې به د افغانستان د ژوندانه د دفتر ځلانده پاڼې وي چې افغانستان به انشاالله په ټولو برخوکې د ترقۍ او پرمختګ تګلوري ته رهبري کړي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز وويل: د روان کال د وري دمياشتي  دشپاړلسمې نيټې انتخابات هم چې زموږ د خلکو يو ملي جشن و؛ ستاسو د مليوني ځوانانو په ميړانې او  ونډې اخستنې او د افغاني ټولنې د ټولو قشرونوپه ګډون ترسره شول او باور لرم چې د غبرګولي د مياشتې په ٢٤نيټه به هم تاسې خپل رغنده رول ولوبوئ چې د خپل هېواد د ثبات، امنيت او آرامۍ دښمنان  له ناهيلي سره مخامخ کړئ.
په دې کتنه کې څوتنوځوانونجونو او هلکانو او مدني فعالانو او د بدخشان د روښانفکرانو د فرهنګي او ټولنيز بنسټ مسوولينو هم خبرې وکړې او هغو ستونزو ته يې اشاره وکړه چې په هېوادکې دځوانانو د لارې پرسر پرتې دي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال په نننۍ غونډه کې د ځوانانو د ګډون له امله د مننې په ترڅ کې له  هغوى سره ژمنه وکړه چې له قانوني لارو د هغوى د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې به اړوندو مراجعو ته لارښوونې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته