سیاست

محمديونس قانوني د افغانستان د قومونو د پيوستون د ټولنې له مشرتابه هيئت سره وکتل

کابل باختر  دجوزاد مياشتې ٤ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمديونس قانوني نن له غرمې وروسته د صدارت  دماڼۍ دکنفرانسونوپه سالون کې دافغانستان دقومونو دپيوستون د ټولنې له رييس ،  د رهبرى له هيئت او له يو  شمېر غړو  سره وکتل اوپه هېوادکې د مهمو مسئلو په باب يې ورسره خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې  کتنه کې د افغانستان د قومونو د پيوستون دټولنې رييس په افغانستان کې د جمهوري رياست د دويم پړاو د انتخاباتو د ترسره کوله په اړوند خبرې وکړې او  ويې ويل چې دافغانستان خلک په خپل هېوادکې دشفافو انتخاباتو دترسره کولو غوښتنه کوي او باور لري چې په انتخاباتوکې شفافيت په افغانستان کې د راتلوونکي حکومت  مشروعيت ټاکي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال ددغه شان وګړني بنسټ د جوړولو لپاره د افغانستان دقومونو د پيوستون دټولنې دمشرتابه هيئت  د نوښت له امله  قدرداني وکړه او ويې ويل: تاسو خپلې ملي وجيبې ترسره کړې دي او دخپل هېواد دخلکو ترمنځ د دوستۍ  او د وحدت ټينگښت ته مو د دغه بنسټ په کاري پروګرام کې ځاى ورکړى دى.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې په انتخاباتوکې انتخاب د افغانستان دهرتبعه حق دى او هيله لرو چې د افغانستان خلک له دغه ستر آزمايښت څخه  هم بريالي را ووځي او مسوول بنسټونه په بشپړ شفافيت سره خپلې دندې ترسره کړي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز وويل چې د انتخاباتو نتيجې په  دغه ملي بهيرکې په شفافيت پورې تړاو لري او موږ به په دې بهيرکې هم په بيطرفانه ډول عمل وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته