کابل باختردثوردمياشتې ١٣ :
د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمديونس قانوني په افغانستان کې د اروپا د اتحاديې له خاص استازي او د هيئت له رييس فرانزميچل ميلبن سره په کتنه کې
چې نن له غرمې وروسته د صدارت په ماڼۍ کې ترسره شوه؛ د بدخشان، فارياب ، سرپل او د جوزجان په ولايتونوکې د وروستيو طبيعي پيښوله مصيبت ځپلو کسانوسره د دغې اتحاديې د مرستو د زياتوالى غوښتنه وکړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې د اروپا د اتحاديې د اوولسوغړو هېوادونو استازو او د دغې اتحاديې له خوا د افغانستان له پوليسوسره د مرستې رسولو د ماموريت د مرکز يوپول استازي هم برخه لرله، د جمهوري رياست لومړي مرستيال پرونۍ سخته طبيعي پيښه چې په بدخشان ولايت کې رامنځته شوه؛ زموږ دولت او خلکو ته يو سترناتار وباله او زياته يې کړه چې په دغو زړه بوږنوونکوپيښوکې زموږ په سلګونو تنه هېوادوال شهيدان شوي دي او يو زيات شمېر کسان د ځمکې ښوئيدنې له امله
تر خاورو لاندې ښخ پاتې دي چې د سيموغرنى والى او د مواصلاتي لارو نشتوالى ته په پاملرنې سره د هغوکسانو د ژغورنې لپاره چې تراوسه پورې ترخاورو لاندې پاتې دي؛ هلې ځلې او دغه راز هغوى ته د مرستې رسولو بهيرله ستونزوسره يو ځاى دى.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال له دې امله چې د اروپا اتحاديې نن د مصيبت ځپلو سيموله اړو خلکو سره خپلې مرستې پيل کړې دي؛ قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې په زيانمنو شويو ولايتونو په تېره بيا په بدخشان ولايت کې اړوکسانوته د زياتو او ضروري مرستو د رسولو لپاره موږ د اروپا د اتحاديې او د افغانستان د ټولو دوستو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لرو.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په افغانستان کې د انتخابات د نتيجوپه اړوند چې په راتلوونکو ورځوکې به د اړوندوکميسيونونوله خوا اعلام شي؛ وويل چې زموږ خلکو په هېوادکې د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په بهيرکې خپل رول په ښه توګه لوبولى دى او اوس هيله لري چې اړونده کميسيونونه خپلې دندې په بشپړشفافيت سره ترسره کړي او زموږ دخلکو هيلې پاى ته ورسوي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه: ډاډمن يم چې په افغانستان کې راتلوونکى حکومت به هم په هېوادکې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره هڅه او هاند وکړي او د افغانستان هغه برياليتوبونه به محفوظ پا تې شي چې په ټولو برخو کې د نړيوالې ټولنې په همکارۍ او مرسته ترلاسه شوي دي .
په دې کتنه کې په افغانستان کې د اروپا د اتحاديې خاص استازي او د هيئت رييس ښاغلي فرانز ميچل ميلبن په بدخشان ولايت کې د ځمکې ښوئيدنې د زړه بوږنوونکې پيښې له امله چې ددغه ولايت په سلګونو تنه اوسيدونکي يې شهيدان کړل؛ دخپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب دافغانستان دولت او خلکو ته څرګند کړل او زياته يې کړه چې موږ سره له ننه ددغه ولايت له مصيبت ځپلو کسانوسره خپلې مرستې پيل کړې دي .
ده په بدخشان ولايت کې اړوکسانو ته د اروپا د اتحاديې د مرستو د دوام د ډاډ د ورکولوپه ترڅ کې څرګنده کړه: هيله لرو د انتخاباتو بهير چې د افغانستان خلکو ته ستر برياليتوب دى؛ په ښه توګه مديريت شي چې ددغه هېواد خلک وکولاى شي د ترقۍ او پرمختګ په لاره کې خپل يون ته دوام ورکړي.
0 2 دقیقې لوستل