کابل باختر دثوردمياشتې ٣١ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال او سرپرست نن له غرمې وروسته دملي راډيو ټلويزيون له لوى رييس ، يوشميررئيسانو ، ويندويانو او له يوشمير تخنيکي او نشراتي کارکوونکوسره دصدارت دګلخانې په ماڼۍ کې وکتل او له هغوي سره يې په ملي راډيو ټلويزيون کې دموجودو ستونزو په باب خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې دافغانستان دملي راډيوټلويزيون لوى رييس زرين انځور، دملي راډيو ټلويزيون مرستيال جلال محمودي ، دملي ټلويزيون دوو تنو ويندويانو او
دملي راډيو ټلويزيون مالي او اداري رييس په وار سره خبرې وکړې او هريو هغو ستونزو ته چې دملي راډيو ټلويزيون اداره ورسره مخامخه ده اشاره وکړه .
ددغو خبروپه بهيرکې يادونه وشوه چې دملي راډيو ټلويزيون دلوى رياست کارکوونکو له پنځو مياشتو را په دې خوا نه دي بريالي شوي چې خپلې اضافه کارۍ ترلاسه کړي . په داسې حال کې چې په مرکز او ولايتونو کې ددغې ادارې پنځه سوه شپيته تنه کارکوونکي دجمعي او درخصتيو دورځو په ګډون په ٢٤ساعته ډول د ډول ډول ټلويزيوني او راډيويي پروګرامونو په برابرولو سره په خپلې ادارې کې دافغانستان خلکو ته داطلاع رسونې او دپوهاوي د ورکولو په کار بوخت دي .
دافغانستان دملي راډيوټلويزيون دمسوولينو دڅرګندونوله مخې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت په يوشمير وزارتونو کې ددوى دکارکوونکو داضافه کارۍ له هغه څخه زيات چې په ملي راډيو ټلويزيون کې تعامل دى اجرا کيږي.
دوي وويل چې دافغانستان ملي راډيو ټلويزيون اته جريبه ځمکه ديوولسو مليونو
ډالرو په بدل کې دپنځوسوکلونو لپاره دکاناډا سفارت ته په اجاره ورکړشوې ده او دغه پيسې دوزيرانو شورا دمصوبې له مخې دملي راډيو ټلويزيون دکامپلکس دپروژې د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده چې له ١٣٧١ کال څخه تراوسه پورې نيمګړې پاتې ده .
دوي دغه راز زياته کړه چې دافغانستان دماليې وزارت دملي راډيو ټلويزيون دکارکوونکو داضافه کارۍ له اجرا کولو او دکاناډا سفارت ته ددغې ادارې دملکيت داجارې دپيسو ديوولسو مليونو ډالرو له ورکولو څخه چې دملي راډيو ټلويزيون دکامپلکس دپروژې دودانۍ دکار دپرمخ بيولو لپاره ځانګړي شوي دبودجې دنشتوالي په دليل ډډه کوي.
دملي راډيو ټلويزيون دلوى رييس او دنورو مسوولينو درپوټونوله مخې که چيرې اوسنى حالت په همدې ډول دوام وکړي او ددغې ادارې دکارکوونکو اضافه کارۍ دماليې دوزارت له خوا ور نه کړاى شي ددغې ادارې دکارکوونکو دناڅيزو مياشتنيو حقوقو په پاملرنې سره ددې ويره شته چې ددغې ملي رسنۍ يو زيات شميرپياوړي کادرونه له دغې ادارې سره خپلې اړيکې وشلوي اوله خصوصي رسنيو سره يوځاى شي .
په دې کتنه کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال اوسرپرست د ملي راډيوټلويزيون
دستونزودرپوټ له اوريد وروسته دخبرو په ترڅ کې دافغانستان ملي راډيو ټلويزيون په افغانستان کې له مهمو او اغيزمنو رسنيو څخه وباله او ويې ويل ، چې زه ستاسو دهريو زيار او خدمت کولو ته متوجه يم اوباور لرم چې بايد ددغو خدمتونو درناوى وشي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال اوسرپرست زياته کړه ، کله چې دملي راډيو ټلويزيون کارکوونکي زيار ګالي اوپه پرله پسې توګه په کار بوخت دي چې دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت پروګرامونه خلکو او نړيوالو ته ورسوي دوي ته نه پاملرنه ستره بې پروايي ده .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال اوسرپرست دافغانستان دملي راډيوټلويزيون مسوولينو ته ډاډ ورکړ چې داړوندو مراجعو له لارې به ددوى ستونزې وڅيړل شي.
دافغانستان ملي راډيوټلويزيون په هېواد کې يوه قديمي رسنۍ ده چې دجوړيدو له وخت څخه يې تراوسه پورې له کلونو کلونو څخه دخبري ، روزنيزو ، ښوونيزو ، فرهنګي ، ديني ، تفريحي او ټولنيزو پروګرامونو په خپرولو سره زموږ دخلکو په خدمت کې دى.
ديوبل خبرله مخې :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال اوسرپرست محمديونس قانوني نن مازيګر دهرات ولايت له يوشمير مشرانو ، مخورو او په ملي شورا کې ددغه ولايت له يو
شمير استازو سره دصدارت دکنفرانسونو په سالون کې وکتل.
په دې کتنه کې دهرات ولايت يو مشر دخبرو په ترڅ کې دهرات ښار او ددغه ولايت داړوندو ولسواليو ترمنځ دمواصلاتي لارو ، دسلما بند دکار دبهيراودځينو نورو پروژو چې په دې وروستيو وختو کې په دغه ولايت کې کار يې ځنډول شوى دى دلږې پاملرنې په اړوند ددغه ولايت دخلکو ستونزو ته اشاره وکړه .
ده دغه راز دافغانستان دامنيتي ځواکونو اوپه تيره بيا له ټولو امنيتي مرکزونو څخه چې په هرات ولايت کې موظف دي اوله هيڅ راز هلوځلو څخه يې ډډه نه ده کړې مننه او قدرداني وکړه.
ده دجمهوري رياست له لومړي مرستيال او سرپرست څخه وغوښتل چې دهرات دخلکو ستونزې وڅيړي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال اوسرپرست دخبرو په ترڅ کې هرات زموږ دګران هېواد له مهمو تاريخي اوفرهنګي ښارونو څخه وباله او ويې ويل چې دغه ولايت
دخواجه احرار او زموږ دهېواد دنورو سترو علمي اوفرهنګي شخصيتونو ټاټوبى دى او ددغو سترو مشرانو سيورى دهراتيانو په څيرو او داوسني بډايو نسلونوپه ښيې پالنې او روزنه کې بې اغيزي نه و.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دهرات مشرانو ته ډاډ ورکړ چې په دې کتنه کې يادې شوې ستونزې به داړوندو مراجعو له لارې وڅيړل شي .
0 3 دقیقې لوستل