سیاست

محمديوسف نيازي داسلامي هيوادونو په کنفرانس کې داوباما له استازي سره وکتل

-کابل باختردثور دمياشتي دريمه :
دحج اواوقافو وزير ډاکتر محمديوسف نيازي نن داسلامي هيوادونو په کنفرانس کې دامريکا دمتحده ايالاتو د جمهوررييس له ځانګړي سلاکار او استازي ډاکتر رشادحسين سره وکتل.
باختراژانس  ته دحج اواوقافو وزارت داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست دمعلوماتوله مخې، دواړو لورو دعلاقي وړ موضوعګانو په باب خبرې وکړې او ډاکترنيازي  دامريکا دمتحده ايالاتو له مرستو  په تيره بيا په هيواد کې  دبيارغونې  اوامنيت دټينګښت  په برخه کې دهمکاري له امله قدرداني وکړه او ويې ويل داسلامي هيوادونو په  کنفرانس کې  له خپل نفوذ څخه  په استفادى سره له افغانستان سره داسلامي هيوادونو دهمکاريو په جلبولو کې همکاري وکړي .
ورپسې داسلامي  هيوادونو په کنفرانس کې داوباما ځانګړي استازي خبرې وکړې   اوپه افغانستان کې دسولى اوثبات دټينګښت په کارکې يې دحج او اوقافو وزارت رول وستايه اوله دغه وزارت سره يې  دهمکاريو ژمنه وکړ ه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته