سیاست

محمدعلم ايزديار په کابل کې د انګلستان د سفارت له لومړۍ سکرټرې سره وکتل

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
د سنامجلس لومړي نايب محمدعلم ايزديارنن له غرمې وروسته په کابل کې د انګلستان د سفارت له لومړۍ سکرټرې سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر بآختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د انګلستان د سفارت له لومړۍ سکرټرې ميرمن جياچور اريا په هيوادکې د طبيعي آفتونو د زيانمنو شويوکسانو په تېره بيا د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ د زړه بوږنوونکې پيښې د قربانيانو پاتې کسانو او د هيواد د شمال ديو شمېر ولايتونو مصيبت ځپلوکسانو ته چې د سيلاوونو د راوتلو له امله د سر دارنده زيانونه او مالي تاوانونه زغملي دي؛ د ډادګيرنې مراتب څرګندکړل او په بېلابېلو برخوکې دخپل هيواد د همکاريو او د بين الپارلماني مرستو ډاډورکړ.
دغه راز د مشرانوجرګې لومړي نايب د انګلستان د مرستو او د دغه هيواد دپوځيانو د شتون له امله مننه وکړه او په بېلابېلو برخوکې ښې اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ.
ايزديار دغه راز په هيوادکې د وروستيو انتخاباتو د ترسره کيدو د څرنګوالي په باب رڼا واچوله او زياته يې کړه چې په انتخاباتو د خلکو پراخ ګډون د افغانستان د خلکو د ملي او نړيوال اعتماد سبب شو.
ده څرګنده کړه: دويم پړاو ته د جمهوري رياست د انتخاباتو د غځيدو په صورت کې د انتخاباتو په بهيرکې د شفافيت په باب د نړيوالې ټولنې دکتوونکوڅارنه ضروري ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته