فرهنګ

محمدطاهر زهير: په هېواد کې په څه دپاسه ٤٠ کلونو جګړو او ناخوالو کې زيات زيان د هېواد تاريخي او فرهنګي ميراثونو ته اوښتى دى

۳۳- کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ ” د وسله والو شخړو په وخت کې د تاريخي او فرهنګي آثارو د ساتنې د ملي کمېټې” مشورتي غونډه نن جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمد رسول باوري او د اړوندو وزارتونو او بنسټونو د يوشمېر استازو په ګډون جوړه شوه.
د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هغو زيانونو چې د جګړو او ناوړو پېښو په کلونو کې د هېواد تاريخي آبداتو او فرهنګي ميراثونو ته اوښتي دي او دغه راز د غيرقانوني کيندنو او د لرغونو آثارو او خطي نسخو د قاچاقو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وويل: په هېواد کې په څه دپاسه ٤٠ کلونو جګړو او ناخوالو کې زيات زيان د هېواد تاريخي او فرهنګي ميراثونو ته اوښتى دى؛ د هېواد يوشمېر تاريخي شتمنۍ ويجاړې شوې دي او د ملي موزيم له ٨٠ زرو تر ١٠٠ زرو پورې تاريخي آثار لوټ کړای شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هېواد په ولايتونو کې د غيرقانوني کيندنو او د تاريخي آثارو د قاچاقو په مخنيوي کې د اطلاعاتو او فرهنګ له رياستونو سره په همغږۍ کې د امنيتي بنسټونو رول مهم وباله او د یادو بنسټونو پر زياتې همکارۍ يې ټينګار وکړ.
هغه زياته کړه چې د هېواد هر ګوټ د دغه هېواد د ستر تاريخ او پرتمينې لرغونتيا ښکاروندى دى او د هېواد د هويت او تاريخ د ساتنې په خاطر بايد د تاريخي او فرهنګي شتمنیو ساتنه وشي.
وروسته په افغانستان کې د يونسکو د فرهنګي څانګې رييس فليپ د فرهنګي ميراثونو د ساتنې لپاره ” د وسله والو شخړو په وخت کې د تاريخي او فرهنګي آثارو د ساتنې د ملي کمېټې” جوړول يو ارزښتناک ګام وباله او د ١٩٥٤ او ١٩٧٠ کنوانسيونونو د تطبيق او دغه راز د افغانستان د تاريخي ميراثونو د ساتنې په برخه کې یې د يونسکو همکاري څرګنده کړه.
د غونډې په دوام له بنکاک څخه يو بهرني متخصص په آنلاين ډول د ١٩٥٤ کنوانسيون په اړوند چې په وسله والو شخړو کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او د١٩٧٠ کنوانسيون چې د فرهنګي مالونو د صادراتو، وارداتو او د غيرقانوني مالکيت د انتقال د مخنيوي په اړه دي، معلومات ورکړل.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستر حقوقي سلاکار دلاور نذير زوى ” د وسله والو شخړو په وخت کې د تاريخي او فرهنګي آثارو د ساتنې د ملي کمېټې” د طرزالعمل د طرحې په اړه چې په ۵ فصلونو او٢٢ مادو کې يې ترتيب کړی دی، معلومات ورکړل.
دغه راز د کمېټې غړیو د یادې طرحې د بډاينې په خاطر خپلې نظريې وړاندې کړې.
په پاى کې پوهاند باوري د غونډې جمع بندي وکړه او د یادې کمېټې په چوکاټ کې درې ډلې مشخص شوې چې پر تقنين او پاليسۍ، امنيتي تدبيرونو او اړيکو کار وکړي.
د يادونې وړ ده چې د١٩٥٤ او ١٩٧٠ کنوانسيونونه له هغو مهمو کنوانسينونو څخه دي چې د وسله والو شخړو په وخت کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې تضمينوونکي دي او د تاريخي او فرهنګي آثارو د قاچاقو په مخنيوي کې له غړيو هېوادونو سره مرسته کوي او افغانستان په وروستيو کلونو کې د دغو کنوانسيونونو غړيتوب ترلاسه کړى دى.
پاى / ذ / ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته