کابل / د وری۲۰ مه / باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير پرون په هرات ښار کې د الحاج احمد شاه فقيري له ټولنيز اوخيريه بنسټ څخه کتنه وکړه .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست په داسې حال کې چې د دغه وزارت د ځوانانوچارو معين ادريس الکوزي ورسره ملګرۍ و ، په هرات ښارکې د الحاج احمدشاه فقيري فرهنګي، تعليمي او روغتيايي بنسټ څخه کتنه وکړه اود دغه بنسټ خدمتونه يې ارزښتناک وبلل.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير خلکوته په فرهنګي ، تعليمي او روغتيايي برخو کې د دغه بنسټ له خدمتونو قدرداني وکړه اوهغه يې خلکو او په تېره بيا ښځوته ارزښتناک وبلل .
دغه ټولنيزاوخيريه بنسټ د هېواد ملي سوداګر او پانګه وال احمد شاه فقيري په هرات ښار کې جوړ کړى دى اوپه روغتيايي ، فرهنګي اوتعليمي برخوکې ښځوته په وړيا ډول خدمتونه وړاندې کوي.
د دغه بنسټ روغتيايي برخه د هيمو دي يالايز دستګاه هم لري .
په تعليمي برخه کې نجونې د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب له مخې زده کړه کوي او په فرهنګي برخه کې دغه بنسټ يوکتابتون لري .
ختم- ج – ا
6 1 دقیقه لوستل