خبرونهفرهنګ

محمدطاهر زهير د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د فرهنګي اړيکو پر پياوړتيا ټينګاروکړ

کابل / د ليندۍ ٢٦مه / باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست او د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د جمهور رييس ځانګړي استازي عصمت الله ايرګاشف نن په کابل کې د بابرشاه مقبره او بڼ وکتل . د باختراژانس د خبر له مخې؛ د ازبکستان د جمهور رييس ځانګړى استازى عصمت الله ايرګاشف، د ازبکستان جمهوريت په کابينه کې د دولتي ژبې د پراختيا د ديپارتمنت رييس قرغزبايف عبدالغفار اوملګری هيئت يې دوه ورځې مخکې د فرهنګي اړيکو د پراختيا او د اميرعلي شيرنوايي د مقبرې د ترميمولو په برخه کې د همکارى په مقصد چې په هرات کې موقعيت لري ، افغانستان ته راغلي دي. د افغانستان په چاروکې د ازبکستان د جمهوررييس ځانګړي استازي اوملګري هيئت يې د بابر بڼ د کتنې په بهير کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست او د دغه وزارت مشرتابه هيئت او د بهرنيو چارو وزارت استازي هم حاضر وو، وويل چې افغانستان ته د دوى د سفر اصلي هدف د افغانستان اوازبکستان ترمنځ د فرهنګي اړيکو وده او پراختيا ده . هغه وويل چې پرون یې په هرات کې د اميرعلي شيرنوايي مقبره وکتله اود مقبرې د ترميمولواو د مقبرې د بڼ د سمسورتيا په برخه کې د اطلاعاتواوفرهنګ له وزارت سره همکاري کوي. هغه زياته کړه چې په راتلونکې ٢٠٢١ميلادي کال کې د اميرعلي شيرنوايي د زېږيدو ٥٨٠يېمه کاليزه ده او دغه مناسبت په راتلونکې کال کې په ازبکستان کې نمانځل کېږي. د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د جمهوررييس ځانګړي استازي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاريخي او فرهنګي دوستانه اړيکو او دوديزومشترکاتو يادونه وکړه او څرګنده يې کړه چې د دواړو هېوادونو رييسان په بېلابېلو برخو په تېره بيا اقتصادي، علمي او فرهنګي برخو کې د اړيکو د پراختيا په خاطر هلې ځلې کوي. هغه په دې ترڅ کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو پر پراختيا ټينګاروکړ ويې ويل چې د ازبکستان جمهوريت د افغانستان د سولې بهير او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت ملاتړکوي . د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير وويل چې ازبکستان د افغانستان د حکومت اوخلکو ترمنځ ځانګړى ځاى لري او هېله يې څرګنده کړه چې په ټولو برخو په تېره بيا فرهنګي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارى پراخه شي د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې دغه وزارت علاقمندي لري چې ازبکستان د افغانستان د فرهنګي ميراثونو په تېره بيا د اسلامي دورې د اثارو او ابدو د ترميمولو په برخه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره همکاري وکړي. د دغې کتنې په پاى کې د ازبکستان د هيئت غړو په هغې ميلمستيا کې چې د اطلاعاتواوفرهنګ د دوی په ویاړ جوړه کړې وه، ګډون وکړ.
ختم_ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته