محمدطاهر زهيرد طالبانو پر وړاندې پرملي تبليغاتي بسيج ټينګاروکړ
٢٣ـ کابل / د غبرګولي ٣١مه / باختر
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير نن د هېواد د ولايتونو د اطلاعاتو اوفرهنګ له رييسانو سره په مجازي غونډه کې له هغوى وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې ملي بليغاتي بسيج پيل کړي .
دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې يو شمېر رسنيو داسې خبرونه خپاره کړي چې ګنې څو ولسوالۍ د طالبانو لاسته لويدلي او ځينو کړيو د افغانستان د خلکو پر وړاندې د طالبانو په ګټه رواني جګړه پيل کړې ده.
خو د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست وايي: د طالبانو عملونه درواغ دي او دوى د خلکو او زموږ د دفاعي او امنيتي ځواکونو پر وړاندې درېدلى نه شي او د خلکو پر وړاندې يې تبليغاتي جګړې ته مخه کړې ده.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ له رييسانو سره په خپلو خبرو کې دريو ټکو ته اشاره وکړه.
هغه وويل: په هېواد کې په نويو امنيتي بدلونونو سره د اطلاعاتو او فرهنګ رييسان بايد فرهنګي ميراثونو او تاريخي ابداتو او د هغوی ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي چې د افغانستان د خلکو دغه شتمنۍ په جګړواو ناامنيو کې زيان ونه ويني.
بله موضوع چې محمدطاهر زهيرورته اشاره وکړه د طالبانو لاس ته د څو ولسواليو سقوط دى.
هغه وويل: په دغو وروستيو کې طالبانو د ځينو مسوولینو له وظيفوي غفلت څخه په استفادې او ياهم د نه همغږۍ له امله توانيدلي يو شمېر ولسواليو ته سقوط ورکړي، طالبان که فکر وکړي چې دوى کولاى شي افغانستان اويايمې لسيزې ته ستون کړي، اشتباه کوي.
د جنايتکارو او خورو ورو ډلو فعاليتونه په هيڅ ډول د ايمي پاتې کېدو په مانا نه شي تعبيريدلى، طالبان دومره پياوړي نه دي چې وکولاى شي کومه ولسوالي اداره کړي.
زهيرزياته کړه چې طالبان د يوشمېر ولسواليو د مرکزونو په نيولو سره، ودانۍ ويجاړوي، خلک په نښه کوي او نورې نادودې تر سره کوي- دا ټول د هغوی د ضعف نښي دي او دوی پوهېږي چې واکمني يې لنډ مهاله ده.
زهير وويل: خلک بايد ډاډه واوسي چې له لاسه تللې ولسوالۍ به ډېر ژر بېرته دامنيتي ځواکونو لاسته ورشي.
هغه خلکو ته زيرى ورکړ چې په راتلونکو دريو يا څلورو ورځو کې به ډېر بدلونونه رامنځته شي.
بله موضوع چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ورته اشاره وکړه د رژيم او جمهوريت پر وړاندې د طالبانو له لوري د رواني جګړې پيل دى، دې ډلې په موقت ډول د يوشمېر ولسواليو مرکزونو په نيولو سره هلې ځلې کړي دي چې تبليغاتي جګړې ته لاره هواره کړي.
هغه په تخار کې د طالبانو يو جنايت ته په اشارې سره وويل: يو قومي مشرچې د امنيتي ځواکونو د تسليمېدو لپاره يې د دې ډلې منځګړيتوب ونه مانه طالبانو ترې د کورنۍ پر وړاندې سترګې وايستلې.
زهير ټينګار وکړ چې خلک بايد د طالبانو پرجنايتونو خبر وي ، رسنۍ بايد د دفاعي ځواکونو د قربانيو په ستاينه او د طالبانو په غندنه کې خپل غږ لا اوچت کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه وزارت ولايتي رييسانو ته لارښوونه وکړه چې ملي تبليغاتي بسيج پيل کړي چې خلک په هېواد کې پر واقعيتونو ښه خبر شي.
پاى \ ذ