کابل باختر دزمري اووه ويشتمه :
دپکتيکا پرون ، نن او سبا په اړه سيمينار ته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني پيغام .
دخوشحالي ځاى دى چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپکتيکا دتاريخ په باب علمي غونډه رابللې او ددې پراخې سيمې دماضي او مخکني په باره کې يې دغور او بحث زمينه برابره کړې ده .
افغانستان دبيلابيلو سيمو او ولايتونو په اړه د سيمينارونو لړۍ چې له تيرو څو کلونوراپه دې خوا روانه ده ، دافغانستان پيژندنې لپاره ډيره ګټوره بللاى شو ، هيله ده چې _ پکتيکا ،پرون، نن اوسبا ) سيمينار ددغه مهم خولږ معرفي شوي ولايت په باب دنويو څيړنو سبب شي او دهېواد ددې سيمې په اړه مطالعاتو کې تحرک راولي .
داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه مننه کوم چې دسيمينارونو دغه ګټوره لړۍ يې جاري ساتلې ده .
0 1 دقیقه لوستل