کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٤
د انتخاباتي شکايتونو دکميسيون ويندوى وايي: د ولايتي شوراګانوپه باب رسيدلي شکايتونه به تر راتلوونکو څو ورځو پورې په علني غونډوکې وڅيړل شي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون ويندوي نادرمحسني وويل: ددغه کميسيون علني غونډې به د ولايتي شوراګانو د استازو،کتوونکو، رسنيو او د مدني ټولنې د استازو په په ګډون جوړې شي.
دمحسني دڅرګندونو له مخې: رسيدلي سندونه او شواهد څيړل کيږي او که چيرې دڅيړنوپه نتيجه کې يو شمېر رايې باطلې او يا هم د يو شمېر نوماندانو رايې زياتې شي؛ دا په وروستۍ نتيجې اغيزه ولري.
ده زياته کړه: په علني غونډوکې د نوماندانو استازوته چې د هغوى پرخلاف شکايتونه څيړل کيږي؛ د دې زمينه برابريږي چې د ځان دفاع وکړي.
د ولايتي شوراګانو لومړنې نتيجې ښيي چې د ٤٥٨ تنو نوماندانو له جملې څخه ٩٧ ښځې او ٣٦١ تنه نارينه کټوونکي دي.
ټاکل شوې ده د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو وروستۍ نتيجې د غبرګولي د مياشتې په ١٧مه نيټه د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له خوا اعلام شي.
1 1 دقیقه لوستل