کابل – باختر دکب دمياشتې ١٥
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون مسوولين وايي چې د ولايتي شوراګانو
د نهه سوه تنو نوماندانو تحصيلي سندونه په انتخاباتو کې دګډون په شرايطو برابر نه دې .
دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون ويندوى نادر محسنى دباختر آژانس خبريال
ته وويل ددغو نوماندانو دتحصيلي سندونو په باب څيړنې پيل شوي دي .
ده زياته کړه : دپوهنې وزارت د ولايتي شوراګانو ددغو نوماندانو د تحصيلي سندونو دڅرنګوالي لست ددغو نوماندانو دانتخاباتي مبارزو له پيل سره جوخت ليږلى دى.
محسنى زياته کړه دپوهنې وزارت ددغه لست په ليږلو سره ليکلي دي نهه سوه تنه چې جدول يې معلوم نه دى ځينې يې دهغو غلطيو له امله چې د دوى په نومونو او يا دهغوى د پلرونو په نومونو کې يا د فراغت سند نه لرې .
دى وايي دغه نوماندان به حذف نه شى بلکې هغه مدرکونه او سندونه په چې دغه څلور سره تنه يې دپوهنې د وزير په لاسليک او يا د پوهنې له ځينو مرکزونو څخه تصديقونه لري څيړل کيږي . خو د ولايتي شوراګانو يوشمير نوماندان چې دخپلو سندونو دڅيړنې په خاطر دغه کميسيون ته راغلي دي او دهغوى يو شمير پلويان دغه کار ناوخته بولي.
محسنى ددغو سندونو ناوخته څيړنه دپوهنې د وزارت له خوا د دغو نوماندانو په باب د اطلاعاتو ناوخته رسيدل بولي.
د ولايتي شوراګانو دنوماندانو تحصيلي سندونه په داسې حال کې څيړل کيږي چې د دوى له انتخاباتي مبارزو څخه درى ورځې تيريږي.
0 1 دقیقه لوستل