مجاهد: د افغانستان او پاکستان ګډو کمېټو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو پر حل خبرې کړې دي
![Untitled Design 20240103 181733 0000](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/01/Untitled-design_20240103_181733_0000-720x470.png)
کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي نن په اسلام اباد کې د افغانستان – پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې شپږمه غونډه ترسره شوه.
مجاهد زیاته کړې چې یاده کمېټه په نوبتي ډول په کابل او اسلام اباد کې غونډې کوي چې د افغان لوري څخه یې مشري د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو معین او د کندهار سرپرست والي الحاج ملا محمد شیرین اخند کوي.
د مجاهد په وینا په دغه ناسته کې د تېرو غونډو په تعقیب د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د هواري او دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کېدو په تړاو بحثونه شوي او ګټور او اړین تصمیمونه به ونیول شي.