مجاهد: دوحه کې مو نړۍ ته په ډاګه کړه، چې باید بشري موضوعات له سیاست څخه بېل وساتي، ځکه دا د خلکو په ژوند مستقیم اغیز لري
کابل، د چنګاښ ۱۳مه، باختر
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې له غونډې څخه بېرته هېواد ته تر راستنېدو ورسته نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یاد سفر د پایلو په هکله د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
مجاهد د دوحې ناستې ترسره کېدل د افغاسنتان لپاره ګټور ګام وباله او زیاته یې کړه، چې له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره یې د افغانانو ستونزې او غوښتنې په واضح ډول له نړۍ سره شریکې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان پلاوي په دغه ناسته کې نړۍ ته واضح کړه، چې بشري موضوعات بايد له سياست څخه بېل وساتي، ځکه دغه موضوع د افغانانو په ورځني ژوند مستقيم اغيز لري.
هغه همدارنګه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې اسلامي امارت به اجازه ورنه کړي، چې افغانستان د نړۍ ترمنځ د سياسي رقابتونو په ډګر بدل شي، بلکه ټوله هڅه به دا وي چې افغانستان د نړۍ ترمنځ د وصل نقطه او اقتصادي دهليز رول ولوبوي.
نوموړي وړاندې وویل چې د اسلامي امارت پلاوي د دوحې په غونډه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د کنګل شويو پيسو د ازادېدو غوښتنه هم وکړه، چې د ډیری ګډونوالو په ځانګړي ډول روسيې، چين، ايران، ازبکستان او ترکمنستان له کلک ملاتړ سره مخ شوه.
ذبیح الله مجاهد د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل؛ هیله من دی، چې نړۍ به د دوحې په غونډه کې له افغانستان سره کړې ژمنې په ښه توګه عملي کړي.
د اسلامي امارت ویاند ډاډ څرګند کړ، چې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ مثبت تعامل ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی او د دوحې په ناسته کې ګډونوالو ته په ډاګه شوې، چې دمګړۍ افغانستان د انزوا له حالت څخه وتلی او له نشه يي توکو سره د مبازې، د فساد له منځه وړلو او سرتاسري ډاډمن امنیت د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو سترګې نشي پټېدلای.
هغه زیاته کړه، چې د دوحې ناستې سربېره یې د دغې غونډې په څنډه کې د بېلا بېلو هېوادونو له استازو سره شاوخوا ۲۴ ناستې کړې دي او یادو استازو له افغانستان سره د ښو او غوره متقابلو اړیکو په لا پراختیا ټینګار کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان لپاره د دوحې ۳مه ناسته د ملګرو ملتونو له لوري را بلل شوې وه، چې د افغانستان په استازیتوب په کې د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي ګډون کړی و.