متقي: که د دوحې د ناستې په تړاو د اسلامي امارت شرایط په پام کې نه نیول کېږي، پکې نه ګډون غوره ګڼو

کابل، د سلواغې ۲۵مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو، د دوحې راتلونکې ناسته او په کې د افغان حکومت د ګډون په تړاو خبرې وشوې.
د روسیې سفیر په دغه کتنه کې د دوحې د جوړېدونکې ناستې په تړاو د افغان حکومت د دریځ په اړه د مالوماتو غوښتنه وکړه، ترڅو د ګډون په صورت کې په دوحه کې د ناستې په څنډه کې له مولوي امیرخان متقي سره ځینې لیدنې کتنې تنظیم شي.
په ورته وخت کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وويل چې د ملګرو ملتونو اړوندو ارګانونو سره له نژدې په اړيکه کې دی او د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د احتمالي ګډون د شرایطو په اړه يې خپل نظر شریک کړی دی.
متقي زياته کړه:”که د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د ماناداره سلا مشورو فرصت برابرشي او اسلامي امارت وکولای شي، چې د افغانستان د استازیتوب مسؤولیت په ښه ډول ترسره کړي، یو ښه فرصت دی”.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه وويل چې که د اسلامي امارت شرایط په پام کې نه نیول کېږي، نه ګډون غوره ګڼل کېږي او په همدې اړه د دوحې ناستې له ټولو ګډونوالو سره په خبرو بوخت یو.
هېره دې نه وي، چې د افغانستان لپاره د روسیې سفير په دغه کتنه کې ډاډ ورکړ، چې د دوحې د جوړېدونکې غونډې په تړاو يې د افغانستان د حکومت دریځ درک کړ او له مسکو سره به یې شریک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته