سیاستخبرونهTOP

متقي په ایران کې د وروستۍ پېښې له کبله د افغانانو د خواخوږۍ پیغام د یاد هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي ته څرګند کړ

کابل د غوايي ۳۱مه، باختر  

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په خپل کاري دفتر کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د هغه هېواد له سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د چورلکې د لوېدلو په ویرجنه پېښه کې، د ایران د ولسمشر ډاکتر سيد ابراهيم رئيسي، د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او مل پلاوي د مړینې په مناسبت  د افغانستان اسلامي امارت او د ولس د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پيغام څرګند کړ او د الله تعالی له درباره یې مرحومینو ته د فردوس جنت او د ایران ملت ته د جمیل صبر دعا وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سیمه ییزو همکاریو په پراختیا کې په ځانګړي توګه له افغانستان سره د مرحومینو ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر ونډه ارزښتناکه وبلله.

په ورته وخت کې په کابل کې د ایران سفیر په دغه کتنه کې د افغانستان د حکومت او ولس د ډاډګیرنې له پیغام د مننې په څرګندولو سره وویل، چې د ایران حکومت او ولس د دغې پېښې په لومړیو شېبو کې د افغانستان د حکومت او خلکو د ډاډګیرنې پیغام تر لاسه کړ.

 هغه همدارنګه د افغانستان او ایران د ولسونو او حکومتونو تر منځ اړیکې ښې وبللې او ویې ویل چې افغان لوري ته د جنازې او تدفین د مراسمو په اړه به د ایران اسلامي جمهوریت له وروستیو پرېکړو خبر ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو کسانو پرون د هغه هېواد په ختیځ اذربایجان کې د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته