متقي: د سیمې هېوادونه باید افغانستان سره د مثبت تعامل د زیاتوالي او دوام لپاره سیمه ییزې سلامشورې ترسره کړي
کابل، د سلواغې ۴مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د سیمې د هېوادونو سفیرانو او د دیپلوماتیکو ماموریتونو له مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا سفیرانو او د دیپلوماتیکو ماموریتونو مشرانو ګډون کړی و.
مولوي امیر خان متقي د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اسلامي امارت دیپلوماتیکو اړیکو وضعیت د پام وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې د سیمې هېوادونه باید افغانستان سره د مثبت تعامل د زیاتوالي او دوام لپاره سیمه ییزې سلامشورې ترسره کړي.
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې د یوه منطقه محور روایت پر مټ باید په افغانستان کې له راټوکېدلو فرصتونو ګټه پورته کړي او د بالقوه ګواښونو د مدیریت په تړاو همغږي ولري.
هغه د سیمې او نړۍ هېوادونو سره پر مثبت تعامل ټینګار وکړ او یو ځل بیا یې تکرار کړه چې د یوناما په شتون او په افغانستان کې د یوه خپلواک مرکزي حکومت په موجودیت کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له ګډونوالو ډیپلوماتانو وغوښتل چې خپلو اړوندو هېوادونو ته د افغانستان اسلامي امارت د منطقه محور ابتکار پیغام ورسوي تر څو افغانستان او سیمه په ګډه په سیمه کې له نویو فرصتونو د خپلو حکومتونو او ملتونو په ګټه استفاده وکړي.