سیاستخبرونهTOP

متقي: تمه ده، چې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن سفر د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړيکو په برخه کې ګټور تمام شي

کابل، د مرغومې ۱۷مه، باختر
د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ پلاوي پلازمینې کابل ته تر رارسېدو ورسته د رياست الوزرا له سياسي مرستيال سره د اسلامي امارت کابینې د يو شمېر غړو په شتون کې وکتل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ويلي چې مولانا د پاکستان په سياست کې مهم رول لري او تمه ده، چې د نوموړي سفر به د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړيکو په برخه کې ګټور تمام شي.
متقي زياته کړې، چې د پلاوي لویوالي ته په کتو سره مالومېږي، چې مولانا فضل الرحمن به له ځان سره د پاکستاني لوري پيغام د اسلامي امارت له مشرانو سره د شريکولو په موخه راوړی وي.
نوموړي په داسې حال کې افغانستان ته په سفر راغلی، چې اسلامي امارت تر دې وړاندې له نړۍ په ځانګړي ډول ګاونډيو هېوادونو سره د خبرو او تفاهم له لارې د ستونزو او مسايلو د حل غوښتنه کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته