متقي: افغانستان د اقلیم په خرابۍ کې هېڅ ونډه نه لري، خو له دغې پديدې څخه تر ټولو زیات زیانمن شوی دی
کابل، د غوايي ۲۴مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) له عملیاتي رئیسې ادیم وسورنو سره وکتل.
په دې کتنه کې ادیم وسورنو د هېواد په مختلفو برخو کې د وروستیو سېلابونو په اړه خپله غمرازي شریکه کړه او هوډ یې څرګند کړ، چې هرڅه ژر به خپل ټیمونه متضررو سیمو ته ولېږي.
نوموړې همداراز د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ د همغږۍ کمېټې د رامنځته کولو په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت له هڅو مننه وکړه.
ورته مهال مولوي امیرخان متقي د مرستو په جلب او همغږۍ کې د اوچا له هڅو مننه وکړه او په هېواد کې يې وروستيو سېلابونو ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان د اقلیم په خرابۍ کې هېڅ ونډه نه لري، خو له دغې پديدې څخه تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.
مولوي متقي هغه هېوادونه د اقليمي بدلون د ناوړه اغېزو مسووليت اخيستنې ته راوبلل چې د اقلیم په خرابۍ کې لويه ونډه لري، خو د زيان د جبيرې په برخه کې هېڅ نه کوي.
نوموړي څرګنده کړه: « غواړم ستاسې له لارې دا پیغام ورسوم افغانستان چې څومره متضرر شوی هغومره مرستې ته اړتیا لري او باید په نړیوالو اقلیمي غونډو کې یې موقف واورېدل شي او د اقليمي بدلون اړوندو مالي صندوقونو ته لاسرسی ولري.»
هغه زیاته کړه چې وروستیو سېلابونو څپه ډېره زیاته ویجاړونکې ده، او پراخې مرستې ته اړتیا لري.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز وویل، سره له دې چې اسلامي امارت د خپلو خلکو د لاسنیوي له پاره خپل ټول امکانات په کار اچولي، خو د پیښې لویوالي ته په کتو په کار ده چې په دې اړه نړیوال او مرستندویه سازمانونه هم خپل مسوولیت سر ته ورسوي او هر څه بېړنۍ رسېدنه وکړي.
بل لور ته افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي انډریکا رتواتي وویل: «موږ تل ستاسې غږ تر نړیوالو رسولی چې افغانستان تر ټولو زیات متضرر شوی او تر ټولو زیات اړتیا لري، او هڅه مو کړې او کوو یې چې هېڅ وخت بشري مرستې او سیاسي موخې سره ونه تړل شي.»