متقي: اسلامي امارت به د (دوحه۳) ناستې د څرنګوالي تر څېړنې وروسته په دې هکله خپل دريځ اعلان کړي
![Img 20240602 Wa0000](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/05/IMG-20240602-WA0000-780x470.jpg)
کابل، د غبرګولي ۱۲مه، باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره وکتل.
نیکلاسن په دغه کتنه کې د (دوحه ۳) په ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د استازو د ګډون پر اهمیت ټینګار وکړ، چې په ترڅ کې به یې پر مهمو مسایلو بحث او خبرې اترې وشي.
نوموړی همدارنګه د دې ناستې په اړه خپلې ملاحظې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.
په ورته وخت کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وويل چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمري ډیکارلو سره یې ګټورې خبرې کړې دي.
متقي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د (دوحه ۳) ناستې څرنګوالی څېړي او په هکله به یې خپل دریځ اعلان کړي.
د يادونې وړ ده، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت پالیسي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متوازن او مثبت تعامل پر بنسټ ولاړه ده او د (دوحه ۳) په ناسته کې د ماناداره ګډون غوښتونکی دی، چې پایله یې د افغان ولس او هېواد د سوکالۍ سبب شي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې افغانستان له ۴۵ کلونو جګړو او ویجاړیو وروسته بشپړ امنیت ته رسېدلی او په بېلابېلو برخو کې د پاموړ مثبتې لاستهراوړنې لري.