کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٣ مه
د عينکو د مسو کان د لرغونو ساحو د ساتنې او پراختيا د نړيوال سپموزيم د کار د پايلو رپوټ نن برابر او د هېواد جمهور رييس ته د وړاندې کولو لپاره چمتو شو.
د باختر آژانس خبريال دخبرله مخې: د نړيوال سمپوزيم د نن ورځې په کار کې د عينکو د مسو کان د لرغونو ساحو د ساتنې او پراختيا ، د لرغون پېژندنې او کانونو د برخې بهرني متخصصانو، د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پټروليم وزارتونو د لرغونپوهانو او کانونو د متخصصانو طرحې وڅېړلې.
په پايله کې متخصصانو د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پټروليم وزارتونو د سرپرستانو حسينې ساپۍ او نرګس نهان په شتون وړانديز وکړ چې د عينکو دمسو کان ترځمکې لاندې وسپړل شي او د عينکو د ساحې لرغوني آثار په سيمه کې خوندي شي.
هغوى د سمپوزيم د دوه ورځي کار دپايلو په اړوند معلومات ورکړل او دا لاره يې د افغانستان په ګټه وبلله او څرګنده يې کړه چې وروستي تصميم نيونه د افغانستان دولت په لاس کې ده .
دغه راز په دغه سمپوزيم کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري او د جمهوري رياست سلاکار انجنير محمد يوسف پښتون هم حاضر وو؛ د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پټروليم سرپرستانو له هغو کورنيو او بهرنيو متخصصانو څخه چې د سمپوزيم په دوه ورځني کارکې يې هلې ځلې وکړې او ښې او تخصصي پايلې يې پيشنهاد کړې، مننه وکړه.
هغوى تاريخي آثار او د عينکو د مسو کان ملي پانګه وبلله او ټينګار يې وکړ چې تاريخي آثار چې دهېواد د هويت او اعتبار ښکارندوي دي؛ بايد وساتل شي او هم د مسو کان چې ملي شتمني ده؛ بايد وسپړل شي او د متخصصانو پيشنهاد يې ارزښتناک وباله.
دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ او د کانونو او پټروليم سرپرستانو څرګنده کړه چې د دغه سمپوزيم دکار پايلې، د بهرنيو متخصصانو پيشنهاد او د دغو وزارتونو طرحې به سبا د تاييد او وروستۍ فيصلې په خاطر د هېواد جمهوررييس محمد اشرف غني ته وړاندې شي.
پاى ذ