کابل باختر د زمري د مياشتې ١٧ مه
دکونړ ولايت امنيه قومندان وايي تیره شپه يي پنځه تنه ماین جوړونکي او دوه نور مشکوک تروریستان يي په نرنګ ولسوالۍ کې نیولې او همداراز يي یوه اندازه جنګي مهمات په اسمار ولسوالۍ کې ترلاسه کړي دي چې دښمنانو غوښتل دجشن په ورځ يي په یاده ولسوالۍ کې دخوښۍ په مراسمو راوتوغوي
دکونړولايت امنيه قومندان پاسوال جمعه ګل همت باختر اژانس ته وویل تیره شپه مو په نرنګ ولسوالۍ کې پلټونکي عملیات ترسره کړې چې پکې مو دماین جوړولو یو مشر پنځو تنو سره نیولی دی او همدا راز مو دوه نور مشکوک تروریستان هم نیولي دي اوس له ټولو پوښتنې او ګرویږنې روانې دي .چې دمعلوماتو په برکت به نورو وسله والو ته هم ځانونه ورسوو او دقانون منګولو ته به یي وسپارو .
قومندان وویل : له تروریزم سره دمبارزې مدیریت په اسمار ولسوالۍ کې دهاوان هغه ماينونه هم نیولې چې وسله والو غوښتل دافغانستان داستقلال په ورځ دیادې ولسوالۍ په مرکز را وتوغوې .موږ د۸۲ ملي مترې توپ اووه ګولى هغه ګولۍ چې وسله والو مخالفینو دشنګر په سیمه کې توغولو ته چمتو کړې وې نیولې او مرکز ته یي رانتقال کړې ،دې سره ملي پولیسو دیوې سترې پیښې مخه نیولې ده .
هغه وویل :وسله والو غوښتل چې دجشن په ورځ ددانګام او اسمار ولسوالیو ترمنځ په سرک دتلونکو افغانانو په وړاندې ستونزې پیدا کړې دسپرلیو په موټرو ډزې وکړې او لاره بنده کړې خوله تروریزم سره دمبارزې مسولین دداهشکې هغه په لسګونو ګولى هم پیدا کړې چې کومې وسله والو مخالفینو دبرید دپاره ځاي په ځاي کړې وې .
هغه وویل وسله والو مخالفینو دتیر کال په څیر بیا هڅه کوله چې دجشن په مراسمو دهاوانونو ماينونه راوتوغوې خو امنیتي مسولینو دغه هڅه شنډه کړې ده .
0 1 دقیقه لوستل