کابل باختر دکب پنځلسمه :
مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د کب میاشتې په ۱۴ مه نېټه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو له سرپرستې ځانګړې استازې اغلې لورل میلر، سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې چې په کابل کې د امریکا سفارت شارژدفیر ښاغلي هوګو لورنس هم شتون درلود، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) پر ناستې، د عوایدو په را ټولو، د ملي بودیجې په لګښت، پر مالیاتي سیستم، د ځان بسیاینې په لور د حکومت پر کړنو، د خصوصي سکتور لپاره د وړ بستر پر برابرولو او یو شمېر نورو مسائلو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې او ور سره پلاوې، د عامه مالي مدیریت په برخه کې د مالیې وزارت کړنې وستایلې.
2 1 دقیقه لوستل