مالیې وزارت په کابل کې د زرګونو متره مربع غصب شوې ځمکې د راګرځولو خبر ورکړ

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر
مالیې وزارت وايي چې د دولتي املاکو لوی ریاست له لوري په کابل کې زرګونه متره مربع غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.
باختر آژانس ته د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ دغه وزارت د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته، په پلازمېنه کابل کې له خپلو ۵۲ غصب شویو جایدادونو څخه زرګونه متره مربع غصب شوې ځمکه راګرځولې ده.
ویل شوي چې د نهمې ناحیې اړوند د پشمینه تصدۍ درې زره ۱۹۰ متره مربع ځمکه، په شکردره ولسوالۍ کې د افغانستان بانک ۱۵جریبه ځمکه، د بګرامیو ولسوالۍ په نساجي سیمه کې ۲۰۰ دکانونه او د څلورمې ناحیې اړوند په پایکوب نصوار سیمه کې څلور زره ۲۰۰ متره مربع غصب شوې ځمکه قراردادي ادارې ته سپارل شوې؛ همدا راز د بګرامیو ولسوالۍ د نساجي فابریکې ترڅنګ د ۴۶ جریبه ځمکي غاصبین دې ته چمتو شوي چې د راتلونکي کال تر وري میاشت پورې یاده ځمکه تحویل کړي.
هېره دې نه وي چې د مالیې وزارت اړوند د دولتي املاکو لوی ریاست د ټولو غیر منقولو او له اړتیا بهر دولتي جایدادونو د ثبت، ګټې اخیستنې، مدیریت او څارنې مسئولیت لري او دغه ریاست همدا رنګه په کابل کې ۲۶ زره متره مربع غصب شوې ځمکه تثبیت کړې ده، چې ډېر ژر به له غصب څخه راوګرځول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته