خبرونهامنیت

مالیې وزارت هېواد ته د زرګونه کيلو قاچاقي توکو د واردېدو مخنیوی وکړ

کابل، د غبرګولي ۹مه، باختر 

مالیې وزارت د فراه او کندهار ولایتونو له لارې هېواد ته زرګونه کیلو قاچاقي توکو د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د فراه او کندهار ولایتونو په بېلابیلو سېمو کي یو شمېر قاچاقي توکي نیولي دي. 

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په نیول شویو توکو کې ۲زره ۸۰۰ کیلو ګرامه حیواني درمل، ۹۸۹کیلو ګرامه رُب، ۴۳۴ کیلو ګرامه مکروني، ۸۰۵ کیلو ګرامه وچ ګشنیز، ۳زره ۲سوه خالي بوجۍ او ۲۰۴ کیلو ګرامه چاکلیټ شامل دي. 

سرچینې زیاته کړې، چې په دې اړه یې څو تورن کسان هم نیول شوي او د نورو څېړنو په موخه اړوندو ارګانونو تهه سپارل شوي دي. 

هېره دې نه وي، چې د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې یو ځل بیا ټینګار شوی، چې هیچاته به اجازه ورنه کړي، چې ممنوعه او قاچاقي توکي له هېواد څخه صادر او یا را وارد کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته