سیاستخبرونهاقتصادTOP

مالیې وزارت: هره میاشت څه د پاسه یو میلیون کسانو ته معاش ورکول کېږي؛ په داسې حال کې چې ح ادارې شاوخوا ۸۵۰ زره دولتي کارکوونکو ته معاش ورکاوه

کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر

د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر او د دغه وزارت اداري معین مفتي عبدالصمد حقاني، نن د دغه وزارت کارکوونکو ته وپېژندل شول او خپلې دندې یې پیل کړې.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر آخوند، مالیې وزارت یې هغه وزارت وباله چې هره میاشت په بېلابېلو برخو کې یو میلیون او ۴۵ زره نظامي او ملکي کسانو ته معاش ورکوي؛ په داسې حال کې چې د تېرې ادارې په وخت کې مالیې وزارت، شاوخوا ۸۵۰ زره دولتي کارکوونکو ته معاش ورکاوه.

هغه د مالیې وزارت مسئولینو او کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې په بشپړ صداقت سره، د هېوادوالو چارې په وخت او ښه ډول ترسره کړي او د هغوی د وخت د ضایع کېدو مخه دې ونیسي.

دغه راز د چارو ادارې لوی ریاست د امارتي چارو د انسجام مرستیال مولوي سیف الدین تائب، د یادو معینانو د ټاکل کېدو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) حکم په لوستلو سره، ادلون بدلون په نظامونو  کې یو اصل وباله او ویې ویل چې دا چاره د مشرانو د مصلحت او لزوم دید له مخې ترسره کېږي او موخه یې د چارو ښه والی او په ادارو کې پرمختګ دی.

د غونډې په وروستۍ برخه کې، د مالیې وزارت د پالیسۍ او اداري معینانو په خپلو خبرو کې، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) له بارو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د نظام او هېوادوالو د خدمت په لاره کې به هېڅ راز هڅې ونه سمپوي.

دوی همدا رنګه، د مالیې وزارت له چارواکو او کارکوونکو څخه هیله وکړه چې د چارو د لا ښه والي په لاره کې خپلې مشورې او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

په همدې حال کې، ملا عبیدالله ابو احمد د مالیې وزارت د دفتر د لوی رئیس او مولوي عبدالحنان عارف الله د دغه وزارت د مالیه ورکوونکو د سمع شکایاتو د رئیس په توګه؛ له پېژندنې وروسته، خپلې دې پیل کړې.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې انجنیر سلطان محمد زبیر د مالیې وزارت د دفتر د لوی رئیس او مفتي عبدالصمد حقاني د حقوقي مجلس د رئیس په توګه دندې ترسره کولې.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته