مالیې وزارت: د دېرشو ادارو طلبات، تضمینات او تأمینات تثبیت او تائید شوي دي

کابل، د کب ۲۴مه، باختر

مالیې وزارت وايي چې په تېره اداره کې د پاتې پورونو ورکولو لړۍ روانه ده او تر اوسه پورې د ۳۰ ادارو طلبات، تضمینات او تأمینات تثبیت او تائید شوي دي.

باختر آژانس ته د یاد وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي: “د افغانستان اسلامي امارت له پرېکړې سره سم، له تېرې ادارې څخه پر دولتي ادارو د یو شمېر قراردادي شرکتونو، حکمي او حقیقي اشخاصو د پاتې طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو بهیر له پیله تر اوسه پورې، د ۳۰ ادارو طلبات، تضمینات او تأمینات تثبیت او تائید شوي دي.”

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د یادو تثبیت شویو ادارو له جملې څخه چې کومو ادارو د خپلو حوالو راپور له دغه وزارت سره شریک کړی وو؛ له تطبیقاتو وروسته يې د طلباتو ۱۰ سلنه برخه ورکول شوې ده او د پاتې نورو ادارو د طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو پر تثبیت او تطبیقاتو کار روان دی.

ویل شوي چې اوسمهال د ادارو د طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو د تثبیت او اجرا‌ کولو بهیر په عادي ډول روان دی او کومې ادارې چې تثبیت شوي دي؛ له مالیې وزارت سره د خپلو حوالو د راپور له شریکولو وروسته يې د طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو ۱۰ سلنه برخه ورکول کېږي.

د مالیې وزارت د تخمیني ارقامو له مخې؛ د دولتي ادارو د بېلابېلو پروژو د مقروضیتونو اندازه، شاوخوا ۱۸۶میلیارده افغانیو ته رسېږي، چې له دې جملې څه ناڅه ۶۰ میلیارده د ډونرانو او پاتې یې د حکومت مربوط دي.

د یادونې وړ ده چې مالیې وزارت د روان مالي کال د مرغومې په ۹مه، د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ مخکې پر دولتي ادارو باندې د طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو د ورکړې بهیر پیل کړ.

د دغه بهیر له مخې، تثبیت شوې ادارې د اړوندو حوالو راپور ترتیبوي او له مالیې وزارت سره يې شریکوي چې د مالیې وزارت له لوري د حوالو د تطبیقاتو وروسته يې۱۰ سلنه برخه ورکول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته