ماليزيا افغان محصلانو ته سل تحصيلي بورسونه ورکوي
کابل/ د کب ٣مه / باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د ماليزيا د بهرنيو چارو وزارت له حانګړي استازي احمد عظم سره په کتنه کې د هېواد د لوړو زده کړو په اړه خبرې وکړې.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت معينان او يو شمېر رييسان هم حاضر وو، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د هېواد د لوړو زده کړو د حالت او په دې برخه کې د موجودو ستونزو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې افغانستان له جګړې وروسته اوس بيا رغاونې او پرمختګ ته اړتيا لري .
هغه د ماليزيا له مرستو او همکاريو څخه مننه وکړه او د هېواد د ځوان نسل د روزنې، د استادانو د مسلکي ظرفيتونو لوړولو، محصلانو ته د سکالرشيپونو، محصلانو ته د آنلاين زده کړې لپاره د انترنټي اسانتياوو او د لوړو زده کړو په نورو برخو کې له ماليزيا د زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د افغان نړيوال پوهنتون جوړولو د تحقق په مقصد وړانديز وکړ چې د ننګرهار د اسلامي پوهنتون د فعالولو په موخه يو هيئت ماليزيا ته سفر وکړي.
وروسته د ماليزيا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي د افغانستان د لوړو زده کړو د بنسټونو د لوست د پيل له امله خوښي څرګنده کړه او لیک لوست يې داسې يو هېواد ته چې د جګړې له امله زيانمن شوى دى، مهم وباله.
هغه وويل: ماليزيا چمتو ده چې په تحصيلي، بشري، روغتيايي او نورو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
دغه راز هغه افغانستان ته د خپل سفر هدف له افغانستان سره د مرستو د پيل په موخه د اړتياوو او لومړيتوبونو معلومول وبلل.
په دې کتنه کې د لوړو زده کړو له وزارت سره د ماليزيا بخاري پوهنتون مسوول د سلو تحصيلي بورسونو ورکولو ژمنه وکړه