مالي، بورکینافاسو او نیجر پوځي ګډ ځواک رامنځته کوي
نړۍ، د کب ۱۷مه، بهرنۍ رسنۍ
د افریقا د درې هېوادونو مالي، بورکینافاسو او نیجر پوځي چارواکو پرون چهارشنبې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د افریقا په ساحلي سیمو کې د وسلوالو ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره پوځي ګډ ځواک رامنځته کوي.
د یادونې وړ ده، چې د تېر ۲۰۲۳ زیږدیز کال په سېپټمبر میاشت کې درې واړو هېوادونو اتحاد رامنځته کړ او ژمنه یې کړې، چې له وسلوالو ډلو سره به ګډه مبارزه کوي او دغه راز د عرضي تمامیت نقض ته به په ګډه ځواب وایي.
درې واړه هېوادونه په وروستیو کلونو کې د پوځي کودتاوو او نورو سیاسي تحولاتو شاهدان وه.