خبرونهنړۍ

مالدیف ته د اسرایلي سیلانیانو په ورتګ بندیز ولګول شو

نړۍ، د غبرګولي ۱۴ مه، بهرنۍ رسنۍ

د مالدیف د ولسمشر د دفتر یو ویاند په یو بیان کې ویلي، چې د دغه هېواد ولسمشر محمد مویز په هند سمندر کې د سیلګرۍ دغو ښکلو ټاپوګانو ته د اسرایلي اتباعو او سیلانیانو په ورتګ بندیز لګولی دی.

بیان کې د دغې پرېکړې د اجرا کېدو دقیق وخت نه دی په ډاګه شوی خو ویل شوي چې دغه ګام غزه کې د اسرایلي پوځيانو د ظلمونو په غبرګون کې اوچت شوی دی.

ولسمشر مویز دغه پرېکړه د اپوزیسیون ترفشار وروسته کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال ټولټال ۱۱ زره اسرایلي اتباعو له مالدیف څخه لیدنه کړې، چې دغه هېواد ته د ټولو ورتلونکو سیلانیانو ۰،۶ سلنه جوړوي.

اسرایلي ځواکونو د غزې په روانه جګړه کې تر دا مهاله له سلو زرو څخه زیات فلسطینیان شهیدان او ټپیان کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته