ټولنه

ماشومانو او تنکيو ځوانانو دخوب دکافي اندازې دعمل لارښود.

واشنګټن – پرس ټي وي – باختر د د غبرګولي دمياشتې ٢٦
امريکايي اکاډمۍ (دخوب طب)دلومړي ځل لپاره دماشومانو او تنکيو ځوانانو د اړتيا وړ خوب داندازې علمي څيړنې وړاندې کړې دي.
په دغو څيړنو کې چې د دوشنبې په ورځ خبرې شوې کوچنيو ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته بيلابيل زماني وختونه په پام کې نيول شوي دي.
ددغه لارښود له مخې چې ددغې اکاډمۍ دڅيړوونکو له پراخو څيړنو وروسته وړاندې شوې دي دماشومانو او تنکيو ځوانانو کافي خوب ، په دقتي کچې دچلند له ښه والي ، زده کړې ،رواني مسلو او جسمي سلامتيا پورې اړه لري.
له بلې خوا ناکافي خوب دماشومانو او تنکيو ځوانانو په جاغوري ، ديابت او ستړتيايې اغيزمن دى او په ځوانانو کې دځان دځورونې او آن په ځان وژنې دلاس پورې کولو خطر زياتوي.
ددغې څيړنې له مخې: په څليرويشتو ساعتو کې دخوب موده په دې ډول ده .
له دولسو څخه تر شپاړلسو ساعتونو پورې چې چرت وهل هم پکې شامليږي له څلور مياشتۍ څخه تر دولس مياشتۍ پورې ماشومانو ته مناسب دى . هغه کوچني ماشومان چې له څلور مياشتنۍ څخه ښکته دي ، په دې موضوع کې نه شامليږي ځکه چې هغوى دخوب طبعي الګو لري.
له يوولسو څخه تر څوارلسو ساعتو پورې خوب چې چرت وهل پکې شامليږي له يو کلنۍ څخه تر دوه کلنۍ پورې ماشومانو ته مناسب دى .
له لسو څخه تر ديارلسو ساعتونو پورې خوب چې چرت وهل هم پکې شامليږي له درې کلنۍ څخه تر پنځه کلنۍ پورې ماشومانو ته مناسب دى .
له نهو ساعتونو څخه تر دولسو ساعتو پورې له شپږ کلنۍ څخه تر دولس کلنۍ پورې ماشومانو ته مناسب بلل کيږي.
له اتو څخه تر لسو ساعتونو پورې خوب له ديارلس کلنۍ څخه تر اتلس کلنۍ پورې تنکيو ځوانانو ته مناسب دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته