مارشال محمد قسيم فهيم : موږ په هوډمنه توګه هلې ځلې کوو چې په ټولو برخوکې دموجودو برياليتوبونو ساتنه وکړو .
کابل _ باختر دمرغومي شپاړسمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن له غرمې وروسته دايران داسلامي جمهوريت دملي امنيت دعالي شورا له رييس ډاکتر سيد جليلي او ملګري هيئت سره يې وکتل .
باختر اژنس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې، په دې کتنه کې چې په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت سفير ابوالفضل ضهروند هم حاضر و دجمهوري رياست لومړي مرستيال دافغانستان له خلکو او دولت سره ددوست او ورور هيواد دايران داسلامي جمهوريت همکاري وستايلې او زياته يې کړه چې زموږ خلک او هيوادبه تل دهغه درناوي وکړي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال څرګنده کړه چې افغانستان نن دخلکو دمقاومت او پرله پسې هلوځلو او ددوستو هيوادونو او نړيوالې ټولنې دهمکاري په نتيجه کې دپخوا په پرتله په ښه حالت کې دي او موږ په هوډمن ډول هلې ځلې کووچې په ټولو برخو کې دټولو برياليتوبونو ساتنه وکړو .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز وويل چې دافغانستان حکومت هلې ځلې کوي چې افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې راتلونکي پړاونه ډير ژر ترسره کړي او دغه ځواکونه اوس په دې لاره کې ښه برياليتوبونه درلودل .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې افغانستان هغو انديښنو ته په پاملرنې سره چې د ٢٠١٤ کال وروسته دبهرنيو ځواکونو دوتلو په باب دځينو هيوادونو او رسنيو له خوا زموږ دخلکو ترمنځ رامنځته شوي دي څرګنده کړه . په دې کې شک نشته چې افغانستان له چلنجونو سره مخامخ دي خو دخداى ( ج ) او خلکو په مرسته موږ هغو برياليتوبونو ته رسيدلي يو چې وکولي شو دخلکو اونظام دفا ع وکړو .
دايران داسلامي جمهوريت دعالي شورا رييس ډاکتر سيد جليلي او افغانستان ته ددغه هيواد داستول شوي هيئت رييس په دې کتنه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت او دايران داسلامي جمهوريت ترمنځ داړيکو په ژورتيا او پراختيا باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې افغانستان په ريښتيا دتيرو کلونو په پرتله زيات ښه شوى دى او داموږ ته دخوښي ځيرئ دى او هيله لرو چې دغه بهير دغه شان دوام وکړي او موږ په ټولو برخوکې په خپلو پښو ددريدو په لاره کې ددغه هيواد دخلکو دريدو شاهدان واوسو .
دايران دملي امنيت دعالي شورا رييس وويل چې دافغانستان خلکو بې شميره دردونه او کړاونه ګاللي دي او له ستونزو سره دمقابلې په وخت کې دهغوي عالي روحيې استقامت صبر او زغم ته په پاملرنې سره دهغوى ښه راتلونکي ته هيله من يو .