سیاست

مارشال محمد قسيم فهيم: مصر په اسلامي نړۍ کې لرغوني تمدن اوستر علمي اوفرهنګي ازرښتونه لري

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن له غرمي وروسته  په کابل کې دمصر جمهوريت  له سفير  الماجد عبدالرحمن سره وکتل.

باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې،په دې کتنه کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال دښوونې اوروزنې په برخو کې دافغانستان له خلکوسره دمصر دمرستو له امله  دکوروداني  دويلو په ترڅ  کې دافغانستان له خلکوسره ددغه هيواد دهمکاريو دپراختيا غوښتنه و کړه .

 دجمهوري رياست لومړي مرستيال مصر  دلرغوني تمدن  اوپه اسلامي نړۍ کې  دسترو علمي اوفرهنګي ارزښتونو لرونکي هيواد وباله او زياته يې کړه،هيله ده   چې دمصر جمهوريت  په بيلابيلو برخو کې دافغانستان دځوان نسل په ښوونه اوروزنه کې  په الازهر   پوهنتون کې په زياتو علمي تجربو څخه  په ښه توګه  ونډۀ واخلي .

دمصر جمهوريت سفير هم  ددغې کتنې په بهيرکې  په راتلوونکي کې هم دافغانستان له خلکوسره دخپل هيواد دهمکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل  چې افغانستان دمصر دخلکو دوست او ورور هيواد دى   او په ټولو برخو کې به تل زموږ ملاتړ له تاسو سره وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته