مارشال محمد قسيم فهيم : شهيد مطلب بيګ دهغو کسانو له جملې څخه و چې دنوى نظام دجوړولو لپاره يې هلې ځلې کولې .

کابل باختر د مرغومي څلورمه
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن له غرمې مخکې دولسي جرګې دغړي او دافغانستان دخلکو ديو پخواني جهادي او دملي مقاومت دقوماندان عبدالمطلب  بيک دشهادت دلومړي تلين درناوي په غونډه کې يوځل بيا په هيواد کې دسولې او امنيت ټينګښت، دافغانستان دخلکو يوه ستره اړتيا وبلله اوزياته يې کړه موږ ټول دنده لرو چې په دې لاره کې کار وکړو چې په هيوادکې دباور او اعتماد فضا برابره شي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دې غونډه کې په خپلو پرانستونکو خبرو کې دهيواد دشهيدانو دارمانونو په تحقق باندې دټينګار په ترڅ کې څرګنده کړه چې دغه هدف ته رسيدل، زيات  تفاهم يو موټي والي او داتحادغوښتنه کوي چې داړوندو لورو ترمنځ دباور فضا رامنځته شي او له بلې خوا هم ددښمن ليکه مشخصه شي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې مطلب بيک شهيد هم دهغو کسانو له ډلې څخه و چې په افغانستان کې يې دنوى نظام دجوړولو لپاره هلې ځلې وکړې .
دى يو داسې ملي ، مبارز او هيواد دوست شخصيت و چې دولسواکۍ اوخلکو ته دچوپړ داعيه لرله اوپه دې لاره کي يې خپل ژوند قرباني  کړ .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ:  دغه راز دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دغو خبرو کې  زموږ هغو سلګونو تنو هيوادوالوته په خطاب کې چې دمطلب بيک دشهادت دلومړي تلين ددرناوي په غونډه کې دګډون لپاره کابل ته راغلي و زياته کړه چې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت په هوډمنه توګه هڅه او هاند کوي چې دهيواد دمشرتابه دټاکنې لپاره راتلونکي  انتخابات په خپل وخت ترسره شي بايد دغه انتخابات په شفافيت سره او په سمه توګه دهيواد دراتلونکي  لپاره ترسره شي ځکه دهيواد ثبات او راتلونکي ورسره تړاو لري .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل چې دموکراسي او ارزښتونه يې له نړيوالې ټولنې سره په همکاري کې دافغانستان دخلکو دلس کلنو  هڅو محصول دى او موږ چاته اجازه نه ورکووچې دغه بهير ته زيان ورسوي .
عبدالمطلب بيک دتخار ولايت دجهاد او مقاومت يو مشهور قوماندان و چې ددغه  ولايت دخلکو له خوا يې دهيواد پارلمان ته لاره وموندله او دتيرکال په همدې ورځ دتخار ولايت په تالقانو ښار کې دده ديو خپلوان دجنازي  د ښخولو په مراسموکې دګډون په وخت  کې دځانمرګي بريد له امله دتالقانوښار له شلو تنو اوسيدونکوسره شهيد کړي شو .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته