مارشال محمد قسيم فهيم دهلمند ولايت دسولې دشورا درييس معلم شاه ولي خان دشهادت عاملين وغندل .
کابل باختر د ثور يوولسمه :
دجمهوري رياست سرپرست مارشال محمد قسيم فهيم ديو پيغام په ترڅ کې دهلمند ولايت په مربوطاتو کې په واټ کې د هغه ماين دچاودنې له امله چې دافغانستان دخلکو دسولې او ارامي ددښمنانو له خوا ښخ کړى شوى و ، له دوو تنو ملګرو سره يې دهلمند ولايت دسولې دولايتي شورا درييس معلم شاه ولي دشهادت عاملين په کلکه وغندل .
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي . دجمهوري رياست سرپرست دغه راز په دې پيغام کې ارواښاد ته دفردوس جنت هيله کړې ده او له دې امله يې دخپلې ډاډګيرنې مراتب دشهيدانو کورنيو ته وړاندې کړى او يادونه يې کړې ده چې ددولتي شخصتيونو او دسولې دمخکښانو شهادت نه شي کولى موږ دهغې لارې په لور له يون څخه واړوي چې زموږ خلکو ته ارامي اونيکمرغي تامينوي .
نن له غرمې مخکې دوسايطو ضد يو ماين دواشير ولسوالۍ په لور په يوه غونډه کې دګډون لپاره دهلمند ولايت دسولې دولايتي شورا درييس دسپرلۍ موټر دتيريدو په وخت کې دګرشک ولسوالۍ په يخچال ساحه کې وچاوديد او له دې سره جوخت دښمن په دوى بريد وکړ او له امله يې دهلمند ولايت دسولې دولايتي شورا رييس معلم شاه ولي او دوه تنه ملګري يې شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول .