سیاست

مارشال محمد قسيم فهيم دمشرانو جرګي دهريو غړى مسئوليتونه درانده دي

کابلباختر د وري٢٣

د جمهوري رياست لو مړۍ مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن غرمه  د مشرا نو جر ګي دشکايتو نو د اوريدو د کميسيون  له رئيس او ځينو غړو سره و کتل

 باختر ا ژانس ته د جمهوري رياست دمطبو عا تي دفتر د معلو ماتو له مخې په دې کتنه کې د جمهوري رياست لو مړۍ مرستيال د مشرانو  جرګه د هيواد د ملي شورا يو مهم رکن و باله او ويې ويل چې ددغه مجلس د هر يو غړى مسوو ليتو نه  در ا نده دي

 د جمهوري رياست مرستيال وويل د هيواد دقوا نينو په طرحه او تصويب کې د پارلمان دد واړو مجلسو نو رغنده کار، دغه مرکز دومره مهم کړي دي چې خلک د انتخا باتو له لاري خپل استا زي پارلمان ته ليږي

دجمهوري رياست لو مړۍ مرستيال زيا ته کړه چې دمجريه قوى دځواب ورکو لو تضمين قا نون جوړول اود بود جي کنترول له هغو دندو څخه دي چې د افغا نستان خلک په پارلمان کې ستاسو استازيتو ب هغه عملي کوي

 په دې کتنه کې د هيواد د سنا مجلس دشکايتو نو د اوريدو د کميسيون رئيس دپارلما ن دندو ته په پا ملرنې سره څر ګنده کړه چې موږ په هيواد کې دچارو د ښه والۍ اودا جرا ئيوي مرکزونو د کار دسسمون په خا طر هلې ځلې کوو

ده پارلمان او په تيره بيا د مشرا نو  جرګي مجلس  ته ديو شميرمسولينودځوا ب نه ورکولو يادونه و کړه او ويې ويل چې دغه شان عملو نه  کيداي شي د چارو په اجرا کولو اوپه کارونو کې د پرمختګ خنډ شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته